Asset 1SWN

ستره محکمه: د اختر په مناسبت به له زندانونو ۲۰۰۰ بندیان خوشې شي

rss-efe4abe77bc0fcf70338ec1423530e26ebe3ba75656w

د سرپرست حکومت د سترې محکمې مسوولان وايي چې د ا.ا د مشر د فرمان له مخې به د کوچني اختر په مناسبت د هېواد له زندانونو ۲۰۰۰ بندیان خوشې شي.

یادو چارواکو دغه څرګندونې نن شنبه، وري ۱۸مه، کابل کې د یوې خبري ناستې پرمهال خبریالانو ته کړې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په دې خبري ناسته کې د سترې محکمې مرستیال حافظ عبدالولي محمود وویل چې د یادو بندیانو د خوشې کېدو ترڅنګ د یوشمېر نورو بندیانو د بند موده کې کمښت هم راغلی دی.

نوموړي وویل: «ډېری بندیانو جنايی جرمونه کړي چې پر اخلاقي فساد او غلاو تورن دي او ځینې یې د حق‌العبد باندې تورن دي چې د دې تخفیف برخه نه‌دي.»

د سترې محکمې چارواکو همداراز وویل چې د بندیانو د خوشې کېدو په لومړي پړاو کې نن شنبه، له پلچرخي زندان څخه ۴۰۶ بندیان چې ۴۰ ښځې او ۲۸ ماشومان په‌کې شامل وو، خوشې شوې دي.

د زندانونو چارو د سمون ادارې د پاليسۍ مرستيال عبدالله همدرد دې خبري ناستې ته وویل چې د بندیانو د خوشې کولو بهیر تر کوچني اختره بشپړ شي.

نوموړي وویل: «هغو بندیانو چې زندان کې پر خپلو جرمونو  او کړنو پښېماني ښودلې او اصلاح شوي، نن ازادېږي.»

تر دې مخکې افغانستان کې د ملګروملتونو استازولي (یوناما) پر اسلامي امارت له دې امله نیوکه کړې وه چې په وینا یې، په زندانونو کې له بندیانو سره ناسم چلند کېږي.

خو د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستيال حبيب‌الله بدر د هېواد په زندانونو کې له بنديانو سره د ناسم چلن ادعاوې ردوي. «پروپاګند دی چې د افغانستان په زندانونو کې بندیان زورول کېږي او شکنجه ورکول کېږي، څوک یې نشي ثابتولی چې بندیان شکنجه کېږي.»

له پلچرخي زندان څخه شوی شوی شاه‌رحمان انس وايي چې شپږ میاشتې پر بند محکوم شوی و چې په وینا یې، د بند پاتې موده یې بښل شوې او ازاد شوی دی. «دوه میاشتې مې د بند پاتې وې، خو اوس خوشحال یم چې د اختر په رارسېدو سره خوشې کېږم.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

تر دې مخکې د زندانونو چارو د سمون ادارې ویلي و، په هېواد کې د زرو ښځو په ګډون شاوخوا ١٦ زره کسان د بېلابېلو جرمونو له امله د هېواد په زندانونو کې بنديان دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام