د پاکستان د خېبرپښتونخوا ایالت په شمالي وزیرستان کې د دغه هېواد د پوځ د موټرو پر کاروان د ځانمرګي برید له کبله پنځه سرتیري او درې ملکیان ټپیان شوي دي.
پاکستاني رسنیو نن سهشنبه د مې میاشتې په ۱۶مه راپور ورکړی چې پېښه پرون دوشنبه د مې پر ۱۵مه نېټه هغه مهال رامنځته شوې چې یوه پلي ځانمرګي بریدګر د پوځیانو موټرو ته نږدې خپل ځان پورې تړلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړه.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
سیمه کې پولیس چارواکو رسنیو ته ویلي چې د پېښې ټپیان یې د میرامشاه پوځي روغتون ته لېږدولي او په وینا یې، د ټپیانو روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ دی.
بلخوا د تحریک طالبان پاکستان ډلې رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې د برید مسوولیت منلی دی. یادې ډلې ادعا کړې چې ځانمرګی برید کې یې د پاکستان د پوځ درې پوځیان وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو پر بنسټ دا په روان ۲۰۲۳ میلادي کال کې د شمالي وزیرستان په میرعلي سیمه کې دویم ځانمرګی برید دی چې کېږي.
له دې وړاندې د فبرورۍ په ۱۱مه یوې امنیتي پوستې ته نږدې د پاکستان د امنیتي ځواکونو د موټرو پر کاروان د ځانمرګي برید له کبله درې پوځیان وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان وو. د یاد برید مسوولیت هم ټيټيپي پر غاړه اخیستی و.