په قطر کې د افغانستان د سفارت سرپرست سهیل شاهین ویلي چې د ا.ا د چارواکو نومونه باید د ملګروملتونو له تور نوملړ څخه لرې شي، ځکه وینا یې، دا د افغانستان او نړۍ ترمنځ د تعامل پر وړاندې لوی خنډ دی.
په دوحه کې د اسلامي امارت د سفارت سرپرست، سهیل شاهین ټینګار کړی چې نړۍواله ټولنه باید دا نوملړ له منځه یوسي، څو کابل وکولای شي خپل دریځ او سیاستونه له نړۍوالو سره له نږدې شریک کړي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
تردې مخکې، د ملګروملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د چین استازي هم د اسلامي امارت پر چارواکو د لګېدلو بندیزونو د لرې کولو غوښتنه کړې وه.