د میدانوردګ په مرکز میدانښار کې د تخنیکي او مسلکي زدهکړو امریت له لوري د ځوانانو هڅونې په موخه د زدهکوونکو له لوري جوړ شوي تخنیکي وسایل د یوې ورځې لپاره نندارې ته وړاندې شول.
په دغه نندارتون کې چې د یاد ولایت بېلابېلو ولسوالیو څخه د تخنیکي او مسلکي زدهکړو انستیتیوتونو او لېسو زدهکوونکو له لوري چې د تخنیک او صنعت برخو کې یې ګڼشمېر وسایل اختراع او جوړ کړي وو، نندارې ته وړاندې کړل.
په یادو جوړو شوو تخنيکي وسایلو کې د نابینایانو لپاره ځیرکې عینکې، امسا، او ځیرکه باطلهداني، برقي جارو، سکواټور،M4 ټوپکونه، ریموټ کنټرول موټر، د چرګوړو د تولید ماشين، ټانګ، چورلکه او نور ګڼشمېر وسایل شامل وو چې د یادو زده کړیالانو له لوری په ډېرو کمو امکاناتو جوړ شوي دي.
نندارتون کې د تخنيکي او مسلکي زدهکړو عمومي رییس غلامحیدر شهامت د میدانوردګ د ځوانانو لاستهراوړنې وستایلې او زیاته یې کړه چې نږدې راتلونکې کې به تخنیکي او مسلکي زدهکړو ته ځانګړی پوهنتون جوړ کړي چې یوازې د تخنیکي زدهکړو زدهکوونکي به پهکې زدهکړې کوي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
همداراز د میدانوردګ د تخنيکي او مسلکي زدهکړو امر حکمتالله حکمت وویل، په دې نندارتون کې ۳۰ زدهکوونکو خپل اختراع شوي وسايل نندارې ته وړاندې کړي دي.