د هند په کوربهتوب د روان ۲۰۲۳ کال د یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام کې نن د اسټرالیا کرېکټ ملي لوبډله له سریلانکا سره لوبه کوي.
ټآکل شوې چې یاده لوبه نن دوشنبه د اکتوبر ۱۶مه د هند د لکناو په « بهارت رتنا شرياتل بېهاري وجپايي اېکانا» کرېکټ لوبغالي کې ترسره شي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د اسټرالیا کرېکټ ملي لوبډلې په روان نړیوال جام کې تر دې مهاله دوه لوبې کړي او دواړه یې بایللې دي. اسټرالیا دا مهال د سیالیو د جدول په وروستي ځای کې شتون لري.
بلخوا سریلانکا هم روان نړیوال جام کې دوه ماتې لري. که څه هم یادې لوبډلې په خپلو کړیو دوو سیالیو کې ښې لوبې وکړې، خو د بریا په ترلاسه کولو کې پاتې راغله. سریلانکا لومړۍ لوبه نیوزیلنډ او له دویمه پاکستان ته وبایلله.
سریلانکا او اسټرالیا دواړو په خپلو کړیو وروستیو پنځو یو ورځنیو سیالیو کې یوازې یوه بریا خپله کړې او پاتې څلور-څلور لوبې یې بایللې دي.
سریلانکا د اسټرالیا پر وړاندې بیا په خپلو کړیو وروستیو پنځو یو ورځنیو سیالیو کې درې ځله بریا خپله کړې او دوه وار د دې لوبډلې پر وړاندې له ماتې سره مخ شوې دي.
د یادو سیالیو په لړ کې بېګاه افغانستان په یوې تاریخي سیالي کې انګلستان ته ستره ماته ورکړه. افغانستان دې لوبه کې انګلستان په ۶۹ منډو مات کړ.
افغانستان درېوو سیالیو کې دوه بایللي او یوه یې ګټلې ده او دا مهال د جدول په شپږم ځای کې شتون لري.