د اروپا ملتونو فوټبال جام سیالیو په پایلوبه کې بېګاه شپه انګلستان له اسپانیا سره سیالي وکړه چې دغه لوبه ۲-۱ د اسپانیا په ګټه پای ته ورسېده.
اسپانیا په دې بریا سره د څلورم ځل لپاره د اروپا ملتونو فوټبال جام سیالیو اتلولي وګټله.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
پایلوبه چې تر ۸۶مې دقیقې پورې ۱-۱ مساوي وه، په ۸۷دقیقه کې مایکل اویارزابل د اسپانیا لپاره ګولوهنه وکړه او خپله لوبډله یې بریا ته ورساوله.
کول پالمر بیا د انګلستان لپاره د لوبې په ۷۳یمه دقیقه کې د مساوي ګول وکړ. د اسپانیا لپاره لومړی ګول نایکو ویلیامس د لوبې په ۴۷مه دقیقه کې وواهه.
انګلستان تراوسه د اروپا ملتونو جام اتلولي نهده ګټلې او یو ځل بیا د دې جام ګټلو کې پاتې راغله. یادې لوبډلې یوازې په ۱۹۶۶ کې د فوټبال نړیوال جام ګټلی او له هغې وروسته یې، په نړیواله کچه ستره اتلولي نهده ګټلې.
اسپانیا بیا د اروپا ملتونو قوټبال جام په ۱۹۶۴، ۲۰۰۸، ۲۰۱۲ او ۲۰۲۴ کلونو کې ګټلې دي.