Asset 1SWN

 سوېلي افریقا نن اسټرالیا سره دویمه نیمه پای‌لوبه کوي

IMAGE_1697166852

د هند په کوربه‌توب د روان یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام په دویمه نیمه پای‌لوبه کې د سوېلي افریقا کرېکت ملي لوبډله نن د اسټرالیا کرېکټ ملي لوبډلې سره لوبه کوي.

ټاکل شوې چې دغه سیالي نن پنج‌شنبه د نومبر۱۶مه د هند د کلکتې «اېډن ګارډنز کرېکټ لوبغالي» کې ترسره شي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

اسټرالیا او سوېلي افریقا له دې وړاندې د ۱۹۹۹ او ۲۰۰۷ کلونو یو ورځینو سیالیو نړیوال جامونو په نیمه پای‌لوبو کې سره مخ شوي چې دواړه ځلې یې اسټرالیا ګټلې دي.

سوېلي افریقا تراوسه د یو ورځنیوسیالیو نړیوال جام پای‌لوبې ته لاره نه‌ده پیدا کړې او روان جام کې د دې لوبډلې سیالیو ته په کتو دا چانس لري چې پای‌لوبه کې د هند سیال شي.

سوېلي افریقا د روان یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام ګروپ پړاو سیالیو کې اسټرالیا ته په ۱۳۰ منډو ماته ورکړې او دا به نننۍ لوبه کې له دوی سره مرسته وکړي، څو د یادې لوبډلې پر وړاندې بیا ښه وځلېږي.

د سوېلي افریقا او اسټرالیا کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ په شویو وروستیو پنځو یو ورځنیو سیالیو کې افریقا څلور ځلې اسټرالیا ته ماته ورکړې ده.

د کرېکټ په ټولو یو ورځنیو سیالیو دواړو لوبډلو د یوه بل پر وړاندې ۵۰ او ۵۵ بریاوې لري.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د روان جام په لومړۍ نیمه پای‌لوبه کې بېګاه په یوې په زړه پورې لوبه کې کوربه هندۍ لوبډلې نیوزیلنډ ته په ۷۰ منډو ماته ورکړه او پای‌لوبې ته ووتله.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام