له دې وروسته د سناپ چت ټولنیزې رسنۍ کاروونکي کولای شي چې له امازون څخه په انلاین بڼه توکي وپلوري.
امازون پرون دوشنبه د نومبر ۱۳مه ویلي، امریکا کې د سناپ چت کاروونکي کولای شي چې برښنايي سوداګریز شرکت کې له نوملړ شویو توکو څخه د خپلې خوښې توکي وپېري.
امازون دغه هوکړه د فېسبوک مېټا شرکت سره د شوې هوکړې په څېر بللې چې دې شرکت سره یې کړې ده.
له دې سره به د سناپ چت کاروونکي وکولای شي چې د امازون پر لیکه د توکو بیې، اړوند جزییات، د لېږد یا ډیلېفري او نور معلوماتو په ځانګړو شویو اعلاناتو کې وګوري.
سناپ چت سره دغه هوکړه داسې مهال کېږي چې امازون شرکت د ټولنیزو رسنیو له لارې د خپل محصولاتو د پراخېدو په لټه کې دی.
په ورته مهال له امازون سره د سناپ چت هوکړه به د سناپ چت کاروونکي ډېر او دغه ټولنیزه رسنۍ به نوره هم پیاوړې کړي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
سناپ چت په دې اړه له نظر ورکولو ډډه کړې ده.