د پاکستان په سند ایالت کې د انسان تښتونکو او پولیسو ترمنځ د نښتې له امله شپږ پولیس وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
پاکستاني رسنیو نن پنجشنبه د اپرېل ۲۷مه راپور ورکړی چې انسان تښتونکو له بلوچستان څخه د یوه سوداګر زوی د سند ایالت جاکوباباد سیمې ته تښتاوه او د پولیسو تر څار لاندې و چې یاده سیمه کې انسان تښتونکو پرې ډزې کړي او شپږ پولیس یې وژلي دي.
رسنیو د پولیس چارواکو له قوله ویلي چې د انسان تښتونکو او پولیسو ترمنځ نښتې ساعتونو دوام کړی چې په پایله کې یې پولیسو ته یاده مرګژوبله اوښتې ده.
خو رسنیو د انسان تښتونکو او د یرغمل شوي کس د برخلیک په اړه څه نه دي ویلي. یرغمل شوی کس فرقان نومېږي او بلوچستان ایالت کې د اسلم سومرو په نوم د یوه سوداګر زوی دی.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
پاکستان کې په دې وروستیو کې د بېوزلۍ او وزګارتیا کچې لوړېدو له کبله وسلهوالې غلاوې او تښتونې ډېرې شوې چې د یاد هېواد خلک یې اندېښمن کړي دي.