د اکانومېسټ څارنې څانګې «EIU» د یوې تازه سروې له مخې سینګاپور او زوریخ د روان کال «۲۰۲۳» د نړۍ تر ټولو ګران بیه ښارونه بلل شوې دي.
په سروې کې له سنګاپور او زوریخ وروسته جېنوا، نیویارک او هانګ کانګ له درېیم تر پنځم ځایونه خپل کړې دي.
سروې ښيي چې په یادو هېوادونو کې د ۲۰۰ لومړنیو توکو او خدمتونو بیې په اوسط ډول ۷.۴سلنه لوړ شوې دي چې دغه ګرانښت تېر کال ۸.۱سلنه و.
سینګاپور په بېلابېلو برخو کې د توکو لوړو بیو له امله د تېرو یوولس کلونو پر مهال په پرلهپسې توګه د نهم ځل لپاره د نړۍ ګران بیه ښار په توګه پېژندل شوی دی.
سینګاپور د لېږد رالېږد، پوښاک، خوړو او څښاک لوړې بیې لري.
زوریخ بیا د سوېسي فرانک، د خوړو لوړو بیو، کورنیو لباسونو او تفریحې له امله د نړۍ دویم ګران بیه ښار بلل شوی دی.
لاس انجلس د شوې سروې د جدول په شپږم ځای کې شتون لري. د چین څلور ښارونه نانجنګ، ووکسي، ډالیان او بېجېنګ او د جاپان اوساکا او توکیو له سږني نوملړ وتلي دي.