د افغانستان بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې پلټونکې ادارې په یوه راپور کې ادعا کړې چې د ا.ا له واکمنېدو راهیسې تراوسه د امریکا حکومت افغانستان سره ۲.۱ میلیارډ ډالر مرسته کړې ده.
دغه راپور کې همداراز ویل شوي چې د ۲۰۲۱ کال د ډسمبر میاشتې څخه د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ تر نهمې نېټې پورې د ملګروملتونو له لارې بشري ناورین ته د رسېدنې په موخه افغانستان ته ۱.۸ میلیارډ ډالر مرسته لېږل شوې ده.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د راپور په یوه برخه کې راغلي: «د امریکا نړیوال پراختیايي پروګرام سیګار ته ویلي چې دغې ادارې د ۲۰۲۲ مالي کال کې ۶۷۱.۳۴ میلیونه ډالر هغو پروګرامونو ته ځانګړې کړي چې د نړیوالو مرستو له لوري د فجایعو مالي ملاتړ کېده او د ۲۰۲۳ د مارچ تر ۳۱مې پورې ۵۵۴.۳۵ میلیونه ډالر هم ځانګړي شوي دي.»
که څه هم سیګار په خپل راپور کې له ا.ا سره د خپلو مالي مرستو په اړه کره شمېره نه ده په ډاګه کړې، خو ویلي یې دي چې افغانستان سره د مالي مرستو یوه برخه یې د ا.ا خزانې ته ورغلي دي.
دغه مالي مرسته پر عوایدو مالیات، د ملکیتونو مالیات، د ویزې او کار لګښت، د نقلیه وسایلو ثبت او پر وارداتو د ګمرکي مالیې له لارې ترلاسه شوي دي.
د سیاسي چارو کارپوه طارق فرهادي وویل: «د امریکا له نظره، هغه ډالر چې امریکا رالېږلي، حساس شوي، ځکه د امریکا په کانګرېس یې سیګار ته ویلي و چې څېړنه وکړي چې ډالر د ا.ا جېب ته ځي که نه؟.»
سیګار داسې مهال د ا.ا په واکمنۍ کې افغانستان سره د خپلو کړیو مرستو د کچې خبر ورکوي چې دا مهال افغانان په یوه ناوړه اقتصادي وضعیت کې ژوند کوي. له دې سربېره افغانستان کې د نړیوالو مرستو د لګښت څرنګوالي په اړه هم نیوکې شتون لري.
په ورته مهال بشردوستانه مرستو ته د ا.ا د چارواکو لاسرسي په اړه هم اندېښنې څرګندې شوې دي. د سیمهییز او ستراتیژیکو مطالعاتو څېړونکی مظاهر رییسزاده وویل: «دوی «ا.ا» د خپلو فعالیتونو لرلید ته فکر کوي او د دې امکان شته چې له دې مرستو دې استفاده وکړي، زمینه هم شته، ځکه مرستې چې راځي د دوی په کنټرول کې دي.»
خو ا.ا د سیګار راپور ردوي او وايي چې د یاد بنسټ راپورونه کره او موثق نه دي. د ا.ا د ویاند مرستیال بلال کریمي سلاموطندار ته ویلي چې ا.ا پر نړیوالو بشردوستانه مرستو کنټرول نهلري.
هغه وویل: «پیسې چې راځي نړیوالو موسسو ته ورکول کېږي، تاسو جریان کې یاست چې یوه خصوصي بانک ته ورکول کېږي او د موسسو له لارې مصرفېږي او ا.ا پورې اړه نهلري. د ا.ا سره په همغږۍ او د ا.ا له لوایحو سره سم نه وېشل کېږي.»
سیګار دغه راز یاد راپور کې د ا.ا له لوري افغانستان کې د موسسو په چارو کې د لاسوهنې د زیاتېدو خبر هم ورکړی چې د کارپوهانو په اند کولای شي، د یادو موسسو پر فعالیتونو هم اغېز ولري.