د اسلامي امارت مشر شیخ هبت الله اخندزاده د کابل ملکي او نظامي ادارو مسوولانو ته یو ورځني روزنیز او اصلاحي سیمینار کې وینا کړې.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت پر اېکس لیکلي چې شیخ هبت الله اخندزاده ویلي، نړۍ سلګونه کلونه غوښتي چې علما او نېکان له سیاست لرې پاتې کړي، خو اوس افغانستان د علماو په لاس کې دی، نو مسوولیت باید په اطاعت او د شریعت د اصولو پر بنسټ ترسره شي.
هغه د سيمينار له ګډونوالو غوښتي چې د شریعت پر وړاندې د هیچا مراعت و نه کړي او د دښمن په تبلیغاتو تېر نه وځي او پر یو بل له بې باورۍ ځان وساتي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه یاد سیمینار ته ویلي: “دښمن غواړي چې د خپلو تبلیغاتو له لارې په تاسو کې بې اتفاقي او اختلاف رامنځ ته کړي، تاسو شل کاله د دښمن خلاف جهاد وکړ، اوس به تاسو د دښمن د تبلیغاتو پر وړاندې مقابله کوئ.”
د اسلامي امارت مشر د کابل ملکي او نظامي ادارو مسوولانو ته یاد سیمینار کې، ولس ته په خدمت کولو ټینګار کړی دی.



