Asset 1SWN

غزني کې دوو ټرافیکي پېښو اوو کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

رویداد-ترافیکی-در-غزنی-۳-qtenfrpy57gmdxhsc98qa8aa7uk4yt6i11z1kff4i0

د غزني امنیتي مسوولان وايي، د کابل‌-کندهار پر لویې لارې د روضې کوتل او د غزني‌-‌ګردېز پر لویې لارې په دوو بېلابېلو ټرافیکي پېښو کې اووو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د غزني د امنیې قومانداني ویاند خالد سرحدي وايي، پرون ناوخته د روضې کوتل سره دوو باروړونکو موټرو ټکر کړی چې له کبله یې یو کس مړ شوی او درې نور ټپیان شوي دي.

د نوموړي په وینا، په دویمه پېښه کې چې د غزني‌‌-‌ګردېز پر لویې لارې د یوه موټرسایکل او ګړندي موټر ترمنځ شوې، درې کسان ټپیان شوي دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

هغه زیاتوي چې د یادو پېښو ټپیان یې د درملنې په موخه د غزني ولایت حوزوي روغتون ته لېږدولي دي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام