د هرات محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د ټرافیکي پېښې پرمهال د یوې کورنۍ اووه غړي مړه شوې دي.
پېښه بېګاه شپه ۷:۳۰ بجې د هرات ښار-ادرسکن ولسوالي پر لویه لاره رامنځته شوې.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د هرات امنیه قومنداني ویاند عبدالله انصاف سلاموطندار ته وايي چې پېښه د یوه سوېفټ او مازډا موټرو ترمنځ د ټکر له امله رامنځته شوې.
د نوموړي په وینا، په مړو شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
د هرات محلي مسوولانو د معلوماتو مخې، دا په تېرو ۲۴ ساعتونو کې دویمه مرګونې پېښه ده چې په ټولییزه توګه په دې پېښو کې ۱۱ کسان مړه شوې دي.