د هلمند یوشمېر اوسېدونکي چې د خپلو ماشومانو درملنې لپاره یې ولایتي روغتون ته مراجعه کړې وايي، د ژمي رارسېدو سره هممهاله، په موسمي ناروغیو د ماشومانو د اخته کېدو کچه لوړه شوې ده.
دوی وايي چې د بېوزلۍ له امله نهشي کولای خپلو ماشومانو ته تودې جامې برابرې کړي چې له امله یې د سینهبغل په څېر پر بېلابېلو ناروغیو اخته کېږي.
د هلمند اوسېدونکي عليمحمد وویل: «زه د هلمند د کجکي له ولسوالي راغلی یم، ماشومان مو ټول ناروغان دي، ستونزه دا ده چې د اقتصادي ستونزو له کبله کورنه او ماشومان ګرم نشو ساتلی.»
خو لعلمحمد بیا چې خپل ماشوم یې د درملنې لپاره د هلمند ولایتي روغتون ته راوستی، زیاتره سیمو کې د روغتیايي مرکزونو نشتون څخه د شکایت ترڅنګ، د ولایتي روغتون خدماتو څخه هم ناخوښ دی.
هغه وویل: «دلته چې موږ شفاخانې ته راشو، له یخ څخه ځکه په عذاب یوو چې د پایوازانو لپاره د اوسېدو ځای نلري، داسي هم کېږي چي ماشومان مو جوړ شي، خو موږ ناروغه شو.»
بلخوا د هلمند د عامي روغتیا ریاست مسوولان د موسمي ناروغیو زیاتېدل تاییدوي، خو د مخنیوي لپاره یې د چمتوالي خبر ورکوي.
د هلمند د عامې روغتیا رییس ډاکټر سیداحمد سعید وویل: «د ژمي رارسېدو سره سم موسمي ناروغۍ ډېریږي، خو موږ سږ ژمی ټول امکانات او درمل ورته لرو او امکان تر بریده به موسمي ناروغۍ کابو کړو.»
په ورته مهال یوشمېر روغتیاپالان د موسمي ناروغیو مخنیوي په موخه ماشومانو ته د ګرمو جامو او د نظافت مراعتولو سپارښتنه کوي.
روغتیاپال خلیل احمد سلاموطندار ته وویل: «له موسمي ژمنیو ناروغیو څخه دماشومانو د ساتنې تر ټولو اسانه لار د ماشومانو نظافت ته پاملرنه او ګرم ساتل دي.»
دغه څرګندونې داسې مهال دي چې نن روغتيايي خدماتو ته د ټولو د لاسرسي نړیواله ورځ ده، خو افغانستان کې بیا له هغو هېوادونو بلل کیږي چې ان لومړني روغتيايي خدمات په کې له جدي ګواښ سره مخ دي.
سلاموطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ
روغتيايي خدماتو ته د ټولو لاسرسي نړیوالې ورځې په مناسبت ملګروملتونو له هېوادونو غوښتي چې دې برخه کې ډېر کار او پانګونه وکړي.