Asset 1SWN

سلام وطندار

سکاټلنډ او نیدرلنډ نن نړیوال جام ته د وتلو لپاره لوبه کوي

363342

د هند په کوربه‌توب د ۲۰۲۳ کال یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام ته د لارموندنې سیالیو په لړ کې نن سکاټلنډ او نیدرلنډ لوبډلې نړیوال جام ته د وتلو لپاره سیالي کوي.

ټاکل شوې چې دغه لوبه نن ۱۱:۳۰ بجې د زمبابوې په بولووایو کې پیل شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

سکاټلنډ او نیدرلنډ په وروستیو پنځو یو ورځنیو نړیوالو لوبو کې سکاټلنډ څلور ځلې نیدرلنډ ته ماته ورکړې او نیدرلنډ هم یو وار سکاټلنډ ماته کړی دی.

سکاټلنډ لوبډلې نړیوال جام ته د لارموندنې سیالیو د شپږ غوره لوبډلو پړاو کې خپله تېره لوبه کې کوربه زمبابوې ته ماته ورکړه او دغه لوبډله یې نړیوال جام ته له تلو راوګرځوله.

د کرېکټ نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب لرونکي زمبابوې او وېسټ انډیز دوه هغه لوبډلې دي چې د هند په کوربه‌توب راتلونکي نړیوال جام کې له لوبېدو پاتې شوې.

سریلانکا بیا نړیوال جام ته لاره پیدا کړې او د شپږ غوره لوبډلو پړاو کې له څلورو لوبو اته امتیازونه لري او د جدول په سر کې ده. دې پړاو کې د سریلانکا وروستۍ لوبه له وېسټ انډیز سره ده.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د لارموندنې روانو سیالیو څخه به یوازې دوه لوبډلې د یو ورځنیو لوبو نړیوال جام ته لاره پیدا کوي چې له سریلانکا وروسته به نن د سکاټلنډ او نیدرلنډ لوبډلو ترمنځ له لوبې وروسته دویمه لوبډله هم په ډاګه شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام