Asset 1SWN

د وږي په لومړۍ نېټه د سالنګ لویه لاره تړل کېږي

شاهراه-سالنگ-1024x635

د ټولګټو وزارت مسوولان وايي چې نږدې لس ورځې وروسته د «وږي» پر لومړۍ نېټه د سالنګ لویه لاره د باروړونکو او لویو مسافروړونکو موټرو پرمخ تړل کېږي.

د یاد وزارت ویاند محمداشرف حق‌شناس نن یکشنبه، زمري ۲۱مه سلام‌وطندار ته ویلي چې پر یاده لویه لاره «په کاري ساحه» کې د کانکرېټ اچولو بهیر پیل له امله به یاده لاره د وږي یا سنبلې له لومړۍ نېټې تړلې وې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د حق‌شناس په وینا، یوازې کوچني «تېزرفتار» موټر کولای چې پر دې لاره تګ‌راتګ وکړي، خو باروړونکي او  لوی مسافر وړونکي موټر د بامیان شېبر کوتل پر  لاره تګ‌راتګ کولی شي.

دا چې سالنګ کې به د کانکرېټ اچول څومره وخت ونیسي او کله به پای ته ورسېږي، د ټولګټو چارو وزارت ویاند وویل چې د کار بشپړېدل سالنګونو کې د هوا وضعیت او د کار چټکتیا پورې تړاو لري.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د سالنګ لویه لاره د هېواد نهه شمالي ولایتونه له پلازمېنې کابل سره نښلوي او د مسافروړونکو موټرو سربېره هره ورځ پر دې لاره له توکو بار لسګونه لوی موټر هم تګ‌راتګ کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام