Asset 1SWN

سلام وطندار

روسیه به راتلونکی کال بېلاروس ته اورشنیک توغندي ورکړي

AA1uls0D

د بېلاروس ولسمشر الېکساندر لوکاشېنکو اعلان کړی چې ټاکل شوې راتلونکی کال د روسیې ولسمشر دغه هېواد ته د اورشنېک توغندي ورکړي.

نوموړي زیاته کړې چې ده له پوتین د یادو توغندیو د ورکړې غوښتنه کړې او په وینا یې، دغه ګام یې، له پولنډ او لېتوانیا سره د احتمالي ترینګلتیا لپاره اخیستی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه ټينګار کړی چې دا مهال د لنډواټن وېشتونکو توغندیو د ځای پر ځای کولو لپاره پر لارو چارو بوخت دي.

د روسیې اورشنیک توغندی چې «هایپرسونیک» یا تر غږ چټک توغندی نومول کېږي، د غږ چټکتیا په پرتله نږدې لس برابره چټک مزل کولای شي.

تېره میاشت میاشت روسیې دغه توغندی د اوکراین په ډینیپرو ښار کې وکاراوه. د یاد توغندي له کارونې څو ورځې وروسته د روسیې ولسمشر ولودیمیر پوتین خبرداری ورکړ چې راتلونکي کې به هم پر اوکراین دغه توغندي وتوغوي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

روسیې د یاد توغندي کارول وروسته له هغې کړي چې امریکا، برېټانیا او فرانسې اوکراین ته اجازه ورکړه چې د روسیې پر وړاندې د لوېدیځو له وسلو کار واخلي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام