روسیه وايي چې له اوکراین سره د امریکا تازه پوځي مرسته به د جګړې لومړۍ کرښه کې وضعیت بدل نهکړي.
کرملین نن دوشنبه، د اپرېل ۲۲مه ویلي چې دغه مرستې به د جګړې لوری بدل نهکړي، چېرته چې روسیه برلاسې ده.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د امریکا کانګرېس د روانې اوونۍ د دوشنبې پر ورځ د ۶۰ میلیارډ ډالرو په ارزښت اوکراین ته د پوځي مرسته هغه کڅوړه تصویب کړه چې له میاشتو ځنډول شوې وه.
د کرملین ویاند ډیمټري پېسکوف خبریالانو ته ویلي: «د روسیې وسلهوال پوځ په لومړۍ کرښه کې خپل دریځ پیاوړی کوي او ځانګړې شوې پیسې او وسلې به زموږ د خوځښتونو مخه ونهنیسي.»
پېسکوف همداراز زیاته کړې چې «دوی «امریکا او ملاتړي» به یې، اوکراین کې د لا نورو وژنو لامل شي.»
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زېلنسکي یکشنبه، اپرېل ۲۱مه له امریکا د یادې مرستې د ژر تر ژره د تصویب غوښتنه وکړه او وویل چې دوی په جګړه کې د لري واټن ویشتونکو وسلو او هوايي دفاعي سېسټم ته اړتیا لري.