د سوریې مخکینی ولسمشر له خپلې کورنۍ سره له دمشق ښار څخه تر وتلو وروسته روسیې ته تللی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

رویټرز خبري اژانس خبر ورکړی چې روسیې د بشردوستانه دلایلو پر بنسټ بشارالاسد او د هغه کرنۍ ته پناه ورکړې ده.

بشارالاسد له هغه وروسته دمشق پرېښود چې د هغه د حکومت مخالفو وسله‌والو یو پر بل پسې د دغه هېواد نور ښارونه ونیول او دمشق ته ورننوتل.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

له دمشق څخه د بشارالاسد په وتلو سره د اسد کورنۍ ۵۴ کلنه حکومتولي پای ته ورسېده او د تحریر شام پلاوي په مشري د هغه مخالفو وسله‌والو پر سوریې ولکه ټینګه کړه او د حکومت واګې یې په واک کې واخیستې.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *