د هلمند د واشېر ولسوالي اوسېدونکي وايي چې د یادې ولسوالي او مرکز لښکرګاه ښار ترمنځ غځېدلی سړک دې ژر تر ژره ورغول شي.
د دوی په وینا، مرکز لښکرګاه ته غځېدلې لاره کنډ او کپر ده چې د یادې ولسوالي اوسېدونکې یې له بېلابېلو ستونزو سره مخ کړي دي.
د سلاموطندار پښتو برخه دلته وڅارئ
د یادې ولسوالي اوسېدونکي زیاتوي چې ډېری وخت د سړک خرابوالي له امله یې ناروغان مرکز لښکرګاه کې روغتون ته له رسېدو وړاندې خپل ژوند له لاسه ورکوي.
بلخوا د یادې لارې یوشمېر موټر چلوونکي هم د دغه لارې د خرابوالي له کبله د دوو ساعتونو مزل په پنځو ساعتونو کې وهي او
د واشېر اوسېدونکو سلاموطندار ته وویل چې له تېر جمهوري نظام راهیسې تر دې مهاله دوی په وار وار د یاد سړک د رغېدو لپاره خپل غږ پورته کړی او په وینا یې، د جوړېدو لپاره یې لاهم اقدام نه دی شوی.
په همدې حال کې د هلمند د ټولګټو چارو سرپرست رییس ملا محمدګل بیا وايي چې د یادو سړکونو د رغولو اړوند بودیجې له منظورۍ وروسته به یې عملي چارې پیل کړي.
د نوموړي په وینا، هلمند ـ هرات سړک او کندهار ـ هلمند سړکونو له رغولو وروسته د ولسوالیو لارې لومړیتوب لري او د بودیجۍ له منظورۍ وروسته به یې ورغوي.
د هلمند د واشېر ولسوالي د سړک پرته د یاد ولایت د نورو ولسوالیو لارې هم خامه او خرابې دي چې موټر چلوونکو او خلکو ته یې د تګراتګ پرمهال ګڼې ستونزې زېږولې دي.