د سرپل یوشمېر اوسېدونکي وايي چې د دغه ولایت اوسېدونکو ته دې کاري فرصتونه رامنځته او بهر ته د ځوانانو د تلو مخه دې ونیول شي.
دوی سلاموطندار ته وویل، که څه هم دغه ولایت کې په سلګونه ټُنه نفت او د ډبرو سکاره تولیدېږي، خو په وینا یې، عواید یې د دې ولایت پراختیايي پروژو کې نه لګول کېږي او ځوانان یې وزګاره دي.
دوی ټينګار کوي چې له یادو کانونو څخه د ترلاسه کېدونکو عوایدو یوه برخه دې د سرپل ولایت پراختیا او ځوانانو ته د کاري فرصتونو د برابرولو برخه کې ولګول شي.
د سرپل یوه اوسېدونکي امانالله پر حکومت د نیوکې ترڅنګ وویل چې د دغه ولایت ځوانانو ته د کاري فرصتونو برابرولو برخه کې باید کوټلي ګامونه پورته شي. نوموړي وویل: «له حکومت غواړو چې د قشقري کان عواید دې ځوانانو ته د کاري فرصتونو برابرولو برخه کې ولګول شي.»
د سرپل یوه بل اوسېدونکي حیاتالله هم وویل چې تر بل هر وخت د دغه ولایت ځوانان د حکومت ملاتړ ته اړتیا لري. «د نورو ولایتونو په پرتله حکومت له سرپل ډېر عواید ترلاسه کوي او عواید چې ترلاسه کوي، باید د دې ولایت په ابادۍ کې یې ولګوي.»
بلخوا د سرپل د اطلاعاتو او فرهنګ رییس وايي، د قشقري د نفتو استخراج پروژه کې به سلګونه ځوانانو ته د کار زمینه برابره شي او په وینا یې، هڅې روانې دي چې دغه ولایت نیمګړې پراختیايي پروژې پلې شي.
فخرالدین عمیر سرپلي همداراز زیاته کړه چې بېلابېلو برخو کې یې ځوانانو ته د کار کولو زمینه هم برابره کړې ده. نوموړي وویل: «هره ورځ د قشقري څاګانو څخه سلګونه ټُنه تیل استخراج او تصفیه کېږي او عواید یې شرکت او دولت ته ورځي، سلګونه ځوانانو ته د کار زمینه برابره شوې او ګومارنه لا هم دوام لري.»
یوشمېر کارپوهان بیا په دې باور دي چې د سرپل کانونه د حکومت د عوایدو یوه لویه برخه تامینوي او په وینا یې، د یادو کانونو د استخراج پراختیا به د هېواد د اقتصادي ودې لامل شي.
د اقتصادي چارو کارپوه پشتون یار وویل: «موږ د نفتو او ډبرو سکرو کانونو په اړه خبرې کوو چې د هېواد اقتصادي ودې کې مهم رول لري، موږ اوس هره ورځ نفت تولیدوو او بازار ته چې وړاندې کېږي، عواید یې دولت ځي او د هېواد ټولو برخو کې ترې استفاده اخیستل کېږي.»
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو پر بنسټ، دا مهال له امو سیند د قشقري بلاک کې له نهو فعالو څاګانو هره ورځ نږدې ۳۵۰ ټُنه خام تېل استخراجېږي.