Asset 1SWN

سلام وطندار

د برښنا پرچاوي له ډېروالي د کابل اوسېدونکو شکایت؛ برښنا شرکت: زغم ولرئ

برښنا شرت

د کابل یو‌شمېر اوسېدونکي وايي چې دې ورځو کې د برښنا پرچاوۍ ډېروالي له امله یې کاروبارونه په ټپه ولاړ دي.

د دوی په وینا، ډېری وخت یې د کار پر مهال برښنا نه‌وي چې له کبله یې زیانمن شوي او حکومت باید د برښنا پرچاوۍ غم وکړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

ناصراحمدي چې د کابل «قلعه‌ فتح‌الله» سیمه کې د موبل-فرنیچر کوچنۍ کارخونه لري، وايي، د برښنا پرچاوۍ له کبله ورځې کېږي چې کارونه یې ولاړ دي او په وینا یې، د خپلې هټۍ‌ د کرایې ورکړې توان هم نه‌لري.

هغه وویل: «که برښنا وي، کار مو روان دی او برمې، د هوا ماشین، برښنايي ماشین او ټولو وسایلو څخه کار اخلو، خو چې نه‌وي وزګاره یوو او چې وزګاره شو، نو د میاشتې پای کې د هټۍ‌ خاوند راځي او دوه میاشتې کېږي چې پور کې یوو.»

د کابل ښار د «شهرنو» سیمې اوسېدونکی زین‌لله هم د برښنا پرچاوۍ له ډېروالي شکایت کوي. نوموړی چې د درزیتوب «خیاطي» کوچنۍ کارخونه لري، وایي، برښنا ته د نه‌لاسرسي له امله د ورځې شپږ ساعته وزګار پاتې کېږي.

نوموړي وویل: «که برښنا نه‌وي د ټولو کاریګرو جوړې چې راټولې کړو، له ۱۵ تر ۲۰ جوړړو وروسته پاتې یوو، هره ورځ له پنځو تر شپږو ساعتونو د پرچاوۍ له امله وزګاره پاتې کېږو.»

د کابل ښار يوشمېر نور اوسېدونکي هم وايي چې په ورځ کې له لسو ساعتونو زیاته برښنا نه‌لري. د کابل د «چهارقلعه وزیراباد» سیمې اوسېدونکى رسول وايي، «په یوه شپه او ورځ کې له پنځو تر شپږو ساعتونو ډېره برښنا نه‌لرو او نوره نه‌وي، د برښنا نشتون له امله برښنايي وسایلو نشو کارولی.»

د برښنا شرکت مسوولان وايي، برښنا ته د ښاریانو د اړتیا زیاتېدو له امله کابل ښار کې د برښنا پرچاوۍ زیاته شوې.

د برښنا شرکت ویاند حکمت‌الله میوندي سلام‌وطندار ته وویل، دغه شرکت د شنبې پر ورځ له ترکمنستان څخه افغانستان ته د ۵۰۰ کیلوواټه برښنا مزي د غځولو هوکړه‌لیک له یوه خصوصي شرکت سره لاسلیک کړی چې د دوو کلونو په موده کې به یې چارې بشپړې شي.

هغه زیاته کړه چې برښنا شرکت هڅه کوي کابل کې ښار د برښنا پرچاوي کمه کړي. «خلک باید حوصله ولري، څو وکولای شو چې د وخت په تېرېدو د برښنا نظم او زیاتېدو برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړو.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د افغانستان برښنا شرکت د شمېرو له مخې، دامهال ۲۴ ساعتونو کې د کابل ښار اوسېدونکو ته د برښنا برابرولو لپاره ۵۰۰ میګاواټه برښنا ته اړتیا ده، خو دغه شرکت یوازې ۶۰ سلنه برښنا برابرولی شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام