Asset 1SWN

سرې میاشتې ټولنه: دوو ورځو کې مو ۳۰۰۰۰ زلزله‌ځپلیو ته خواړه رسولي

F8DlSrxbcAABLBF

د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوولان وايي چې هرات کې د شوې زلزلې له امله ژوندي پاتیو کسانو ته یې د څښاک پاکې اوبه او خواړه رسولې دي.

یادې ټولنې نن سه‌شنبه د تلې ۱۸مه پر اېکس شبکه «ټوېټرپاڼه» لیکلي چې د تېرو دوو ورځو پر مهال یې د هرات زنده‌جان ولسوالي کې ۳۰۰۰۰ کسانو باندې د څښاک پاکې اوبه او پاخه خواړه وېشلې دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په ورته مهال د افغاني سرې میاشتې ټولنې په وینا، بېګاه «تلې ۱۷» یې هم له خپلو ګُدامونو د هرات زلزله‌ځپلیو ته خوراکي او غیرخوراکي توکي لېږلې دي.

دغه ټولنې لیکلي: «د هرات ولایت زنده جان ولسوالۍ ته د افغاني سرې میاشتې له مرکزي ګودامونو بیګاه شپه ۱۰۰۰۰ تختې کمپلې، ۴۰۰۰ تختې ترپالونه، ۶۰۰۰ د اوبو د ذخیره کولو بوشکې او ۲۰۰۰ بستې د پخلنځي ۱۳ عدده توکي ولېږل شول.»

بل‌خوا د هرات زلزله‌ځپلیو سره د مرستو په لړ کې نن د ملک سلمان خیریه بنسټ د دوو میلیونه افغانیو په ارزښت خوراکي او غیرخوراکي توکو مرسته هرات ته رسېدلې ده.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مسوولانو پرون دوشنبه د تلې ۱۷مه یوې خبري ناستې ته وویل چې د هرات زلزله‌ځپلیو سیمو کې د بېړنیو مرستو رسونې هڅې روانې دي.

د دغه وزارت ویاند محمدعبدالله جان دې غونډه کې وویل چې د بېړنیو مرستو ترڅنګ ټپیانو ته د لومړنیو روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په پار لنډمهاله روغتیايي مرکزونه هم جوړ شوې دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د معلوماتو پر بنسټ، د پاکستان، ایران، ترکیې او چین په ګډون اروپايي ټولنې زلزله‌ځپلیو سره د مرستو ژمنه کړې ده. د یاد وزارت د مسوولانو په وینا، تراوسه د پاکستان او یوشمېر سوداګرو او بنسټونو له لوري زلزله‌ځپلیو سره څه باندې ۳۱ میلیونه افغانۍ مرستې شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام