Asset 1SWN

سلام وطندار

غزه کې ورښتونه؛ ۷۶۱ کمپونه د سېلابونو خطر سره مخ دي

AA-20251210-39940137-39940105-HEAVY_RAIN_FLOODS_DISPLACED_PALESTINIANS_TENTS_IN_GAZA-1765356698

غزه کې شدیدو ورښتونو او ناڅاپي سېلابونو سره هم‌مهاله، مرسته رسوونکو بنسټونو او ملګرو ملتونو ۷۶۱ کمپونو کې د سلګونه زره بېځایه شویو وضعیت په اړه خبرداری ورکړی او ویلي، ډېری خیمې تر اوبو لاندې شوي او کورنۍ بېړني خطر سره مخ دي.

الجزیرې شبکې نن راپور ورکړی چې ۷۸۱ موقت کمپونو کې څه باندې ۸۵۰ زره کسان د سېلابونو راوتلو خطر سره مخ دي.

ورته وخت کې د ملګرو ملتونو سازمان هم د فلسطیني بېځایه شویو وضعیت په اړه اندېښنه ښوولې او ویلي، د اسراییل له لوري محدودیتونو غزه له بحران سره مخ کړې.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند ویلي چې شاوخوا ۲۰۰ کورنۍ د سېلاب له خطر څخه د تېښتې لپاره هڅه کوي چې د خان‌یونس په ختیځ کې کې ځای پر ځای شي.

ورته وخت کې د غزې چارواکو له نړیوالې ټولنې غوښتي چې پر اسراییل فشار راوړي، څو اجازه ورکړي چې بېړني تجهیزات او مرستې سیمې ته انتقال شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام