د اسلامي امارت رییسالوزرا ملا محمد حسن اخوند د اختر پیغام کې ویلي، ګاونډیو، د سیمې او نړۍ هیوادونو ته ډاډ ورکړی چې افغانستان د هیچا په کورنیو چارو کې نه یوازې لاسوهنه نهکوي، بلکې له ټولو سره د اسلامي اساساتو او ملي ګټو په رڼا کې د متقابل درناوي په اساس تعامل او ښه روابط غواړي.
هغه د اسلامي امارت له مسوولانو، سوداګرو، پانګوالو او هغو هېوادوالو چې مالي توان یې ښه دی وغوښتل چې د اختر په ورځو او شپو کې دې د بېوسه هیوادوالو، بېسرپرسته کورنیو او یتیمانو لاسنیوی وکړي او د اختر په خوښیو کې دې را شریک کړي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
رییسالوزرا له ګاونډیو هیوادونو هم وغوښتل چې افغان کډوال په جبري توګه اخراج نهکړي.
هغه اختریز پیغام کې هیوادوالو ته ډاډ ورکړ چې روان کال به هم د تېر په څېر د لویو پروژو د تطبیق، په بېلابېلو برخو کې د پانګونو د جذب، د اوبو د تنظیم، د کرنې او سوداګرۍ د ودې، زدهکړو او روغتیایي خدماتو د اسانتیاوو او هیوادوالو ته د کاري او هوسا ژوند زمینې برابرولو کال وي.