د لوګر د بدنې روزنې او ورزش امریت له لوري په مرکز پلعلم کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالي د «پېروزي» لوبډلې په بریا سره پای ته ورسېدې.
د دغه ولایت د بدنې روزنې او ورزش امریت امر انجینیر مزمل نعیمزي سلاموطندار ته وویل، دغه سیالي د فوټسال عمومي فدراسیون ریاست له لوري پیل شوې وې چې یوهنیمه میاشت یې دوام وکړ.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نعیمزي زیاته کړه چې یادو سیالیو کې د ولایت په کچه د فوټسال ۲۵ غوره لوبډلو ګډون کړی وو او لومړی مقام «پيروزي لوبډلې» او دویم مقام «سنګ شکن لوبډلې» خپل کړ.
هغه وویل: «د فوټسال دغه سیالي د فوټسال فدراسیون له لوري پيل شوې چې موخه یې فوټسال لوبې ته وده ورکول، د ورزشکارانو ترمنځ ښې اړیکې رامنځته کول او د غوره لوبغاړو په نښه کول وو.»
د نوموړي په وینا، په پام کې ده چې د فوټسال سیالي ته د ودې ورکولو په موخه ورته نورې لوبې هم جوړې شي.
هېره دې نهوي چې تېره اوونۍ هم د لوګر بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د ۳۶ غوره لوبډلو ترمنځ د ولایت په کچه د والېبال سیالي وشوې چې یوهنیمه میاشت یې دوام وکړ.