Asset 1SWN

کاپیسا کې خلکو په خپل شخصي لګښت درې پوړیز جومات جوړ کړ

۰۰۰۰۰

د کاپیسا د مرکز محمود راقي ښار په جام‌چي سیمه کې خلکو په خپل شخصي لګښت د «حضرت محمد ص» په نوم درې پوړیز جومات جوړ او ګټې‌اخیستنې ته سپارلی دی.

د کاپیسا اطلاعاتو او فرهنګ رییس کریم‌الله وثیق سلام‌وطندار ته وايي چې دغه جومات د یادې سیمې د اوسېدونکو په مالي مرسته جوړ شوی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړی که څه هم پر یاد جومات د لګول شویو پیسو په اړه څه نه‌وايي، خو زیاتوي چې دغه جومات په درې پوړونو کې په اساسي ډول رغول شوی او په یوه وخت کې ۱۰۰۰ لمونځ کوونکي په‌کې لمونځ ادا کولای شي.

له دې وړاندې هم د هېواد په ګڼو ولایتونو کې خلکو او سوداګرو ترڅنګ د سرپرست حکومت له لوري هم جوماتونه رغول شوي دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د سرپرست حکومت وزیرانو شورا هم څه موده وړاندې پرېکړه کړې وه چې د هېواد پر لویو لارو دې د مسافرو لپاره جوماتونه جوړ شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام