غزني کې د کابل ـ کندهار لویېلارې د دواړو غاړو پخولو چارې پیل شوې چې ۵۳ میلیون افغانۍ لګښت پرې راځي.
د غزني د والي ویاند عزتالله سعیدي نن (یکشنبه، میزان ۶) سلاموطندار ته وویل، دغه پروژه یوازې دغه ولایت کې د ۲۷ کیلومتره په اوږدوالي او دوه متره سور سره له «عزیز کلا» نیولې تر «اسفندې دښتې» پورې تطبیق کیږي.
هغه هیله څرګنده کړه چې د دغې پروژې په تطبیق سره به تر یوه حده د غزني ولایت اړوند د کابل ـ کندهار پر لویهلاره د ټرافیکي پېښو کچه راکمه شي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
ورته وخت کې د یادې پروژې تطبیق کوونکي شرکت مسوول داوود صدیقي وايي، ټاکل شوې دغه پروژه دوو میاشتو کې بشپړه او په کې ۲۰۰ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.
د یادونې ده چې د موټرچلوونکو د بېاحتیاطۍ ترڅنګ، د کابل ـ کندهار لویېلارې کم سور هم دغه لاره کې د ټرافیکي پېښو د رامنځ ته کېدو اصلي لامل بلل کیږي.