د پنجاب د اطلاعاتو وزیر امیر میر دغه هېواد کې ناقانونه افغان کډوالو ته خبرداری ورکړی چې د روانې اکتوبر میاشتې تر ۳۱مې نېټې له پاکستان څخه ووځي.
نوموړي پرون جمعه د اکتوبر ۲۷مه یوې خبري ناستې ته ویلي چې ناقانونه افغان کډوال دې له دغه هېواده ووځي او له دې پرته به د پاکستان حکومت له تند چلن سره مخ او زنداني شي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د نوموړي په وینا، تراوسه ۹۹زره افغان کډوال نیول شوي چې چې ۳۳زره یې د اوسېدو قانوني اسناد نهلري. پاکستان کې د ناقانونه کډوالو اوسېدو لپاره کمپونه جوړ شوي.
نوموړي ویلي: «د اکتوبر له ۳۱مې وروسته هغه کسان چې په داوطلبانه توګه غواړي افغانستان ته ستانه شي، اسانتیاوې ورته برابرېږي او هغه ناقانونه دي، سخت چلن به ورسره وشي.»
یوشمېر نړیوالو بنسټونو له پاکستان څخه د ۱،۷ میلیونه افغان کډوالو پر اېستلو اندېښنه ښودلې او له دغه هېواد یې غوښتي چې پر خپلې پرېکړې بیاکتنه وکړي.
د بشرحقونو عالي شورا او بښنې نړیوال سازمان په جلا خبرپاڼو کې د پاکستان دغه پرېکړه افغانستان کې د یوه تازه ناورین پیل بللی دی.
د بشرحقونو عالي شورا ویلي: «موږ د پاکستان له لوري د افغان کډوالو د اېستلو پر پرېکړې اندېښمن یوو، ډېری هغه کسان چې له اېستلو سره مخ دي، که افغانستان ته ستانه شي، د بشرحقونو جدي نقض له هغې ډلې، نیونې، ځورونې او نورو سره مخ کېږي.»
یوشمېر افغان کډوالو بیا سلاموطندار ته ویلي چې د امنیتي ستونزو له امله نشي کولای بېرته افغانستان ته ستانه شي.
افغان کډوال مزمل یعقوبي وویل: «له تحولاتو وروسته زمینه نهوه برابره، ویزه او پاسپورټ نهوو او د سپینبولدک له لارې پاکستان ته راغلو، کومه ستونزه چې راته پیدا شوې، له زغم وتلې او بد وضعیت دی. که وژل کېږو، همدلته دې ووژل شو.»
د ا.ا ویاند ذبېحالله مجاهد بیا وايي چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د اېستلو او افغانستان کې یې د ځای پر ځای کولو لپاره چمتووالی لري.
نوموړي وویل: «ا.ا خپل چمتووالی نیولی او ځانګړی کمېسیون ورته جوړ شوی چې ۱۲ کمېټې او یو دارلانشا لري او ۳۱ غړي لري چې عبدالسلام حنفي یې مدیریتوي او دا موضوع څېړي او هغه څه یې چې په توان کې دي، کډوالو ته به یې وکړي.»
د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې اروپايي ټولنې او یوشمېر نورو هېوادونو هم له پاکستان غوښتنه کړې چې د افغان کډوالو پر اېستلو بیاکتنه وکړي، خو دغه هېواد وايي، پرېکړه یې وروستۍ ده.