د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل نن (دوشنبه، وري ۲۵) پر اېکسپاڼه لیکلي چې د دغه وزارت سرپرست امیر خان متقي کابل کې د پاکستان سفارت سرپرست عبیدالرحمن نظاماني سره لیدلي.
هغه ویلي چې دغه لیدنه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په سیاسي او اقتصادي مسائلو هر اړخيزې خبرې وشوې.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د افغان کډوالو په جبري اخراج او ورسره په نامناسب چلند خواشیني څرګنده کړې او روان ناسم چلند یې پاروونکې او د دواړو هېوادونو د اړیکو په زیان بللی دی.
هغه د پاکستان له سفیره د دغه وضعیت د بدلون غوښتنه کړې.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د پاکستان سفارت سرپرست هم ویلي، د اسلامي امارت اندېښنه درک کوي او یاده موضوع به له اړوندو ارګانونو سره شریکه کړي.
همدارنګه دغه لیدنه کې د دواړو لوریو لخوا د متقابلو اغېزمنو اقداماتو په ترسره کولو او د لوړپوړیو پلاویو پر تګ راتګ ټینګار شو دی.
دغه څرګندونې داسې مهال دی چې له پاکستانه راستنېدونکې کورنۍ د پاکستاني پولیسو له ناوړه چلند او زورزیاتي شکایت کړی دی.