Asset 1SWN

د پاکستان لومړي وزیر مرستیال: که هند جګړه ودروي، موږ هم چمتو یو

اسحاق ډار

د هند او پاکستان ترمنځ د جګړې په پراخېدو سره، د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر اسحاق‌ ډار نن شنبه ویلي، که هند له جګړې لاس‌ په سر شي، پاکستان به هم جګړه ختمه کړي.

اسحاق‌ډار له جیونیوز رسنۍ سره خبرو کې وویل، هېواد یې د ویجاړیو پلوی نه‌دی او د سولې غوښتونکی دی.

هغه همدارنګه وویل چې پر پاکستان د هند بې دلیله بریدونو په ځواب کې یې پوځ نن د «بنیان مرصوص» په نوم پوځي عملیات پیل کړي چې ګڼ شمېر هندي پوځي تاسیسات یې په نښه کړي دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د هغه په وینا، دغه عملیات وروسته له هغې پیل شول چې نن سهار وختي د پاکستان په دریو هوايي اډو توغندي وتوغول چې ډېری یې د هوايي دفاع له لوري شنډ شول.

خو د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال د په نښه‌شویو هوايي اډو په اړه ډېر جزییات نه دي ورکړي.

اسحاق ډار همدارنګه هیله څرګنده کړې چې د نړیوالو له ډیپلوماټیک فشار راوړولو وروسته، د دواړو اټومي هېوادونو ترمنځ د تاوتریخوالي کمولو لپاره د خبرو هڅې وشي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام