د نړیوال اقتصادي فورم په یوه رپوټ کې ویلي چې پاکستان لا هم د دیواليکېدو له ګواښ سره مخ دی او تر راتلونکو څو کلونو به دغه هېواد له ګڼو ګواښونو سره لاس او ګرېوان وي.
د نړیوال اقتصادي فورم په رپوټ کې راغلي چې د پاکستان د اقتصادي ودې مخ پر ځوړ حالات او د بېوزلۍ پراختیا به دغه هېواد کې میلیونونه کسان د لوږې او قحطۍ له ګواښ سره مخ کړي.
د خپور شوي رپوټ پر بنسټ ویل شوي چې پاکستان به راتلونکو دوو کلونو کې د توکو لوړې بیې، ناوړه اقتصادي وضعیت، ترهګریز بریدونه او د سایبر سیکیورټي په څېر ګواښونو سره لاس او ګرېوان وي.
په ورته مهال یوشمېر پاکستاني رسنیو هم د دغه هېواد دیوالي کېدو په اړه راپورونه خپاره کړي او ویلي یې دي چې د پاکستان اقتصادي وضعیت ورځ تر بلې د خرابېدو پر لور روان دی.
پاکستاني رسنیو په خپلو راپورونو کې سیاسي ګډوډي، د تېر کال سېلابونه او له امله یې د دغه هېواد کرنې ته اوښتي زیانونه هغه لاملونه په ګوته کړي چې له امله یې د پاکستان د دیوالي کېدو ګواښ زیات کړی دی.
په ورته مهال نړیوال بانک هم په خپل رپوټ کې ویلي چې پاکستان له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی او له ۱۹۷۰ کلونو راهیسې په لومړي دغه هېواد کې ګراني او د توکو لوړې بیې خپلې لوړې کچې ته رسېدلې دي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
له دې ټولې اندېښنو سره سره د پاکستان حکومت ډاډ ورکوي چې دغه ستونزې به حلوي او په وینا یې، هېواد یې له دیوالي کېدو سره نه دی مخ. پاکستاني رسنیو د دغه هېواد د خزانې وزیر اسحاق ډار له قوله ویلي چې هېواد به یې هېڅکله دیوالي نه شي.
د رپوټونو پر بنسټ پاکستان کې له تېر یوه کال راهیسې د خوراکي او نورو توکو بیې لوړې شوي او له څو اوونیو راهیسې بیا د دغه هېواد په بلوچستان ایالت کې د یوې ۱۰۰ کیلو بورۍ اوړو بیه څه باندې ۱۴۰۰۰ روپیو ته لوړه شوې ده. دغه وضعیت خلک اندېښنمن کړي او له حکومت غواړي چې د ګرانۍ مخه ونسي.