د ټولګټو چارو وزارت نن (یکشنبه، ثور ۷) پر اېکسپاڼه ویلي، تېره حمل میاشت کې د حیرتان، اقینې، هرات ـ خواف او تورغونډۍ د اوسپنې پټلیو له لارې ۳۰۶زره او ۷۶۵ مټریک ټنه توکي لېږدول شوي دي.
د حیرتان بندر له لارې «۲۳۷۱۶۶» ټنه، د آقینې بندر له لارې «۱۹۵۵۹» ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې «۳۹۷۸۶» ټنه او د خواف ـ هرات له لارې «۱۰۲۵۴» ټنه انتقالات شوي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د دغه وزارت په وینا، د حیرتان بندر له لارې د انتقالاتو له ډلې «۲۹۷۷۱» ټنه صادرات دي چې لویه برخه یې وچه مېوه، کینو او د انارو جوس دي.
د ټولګټو وزارت زیاتوي چې د هرې ورځې په تېرېدو د خپلو چارو د لا پراختیا او ښهوالي لپاره هڅه کوي او موخه یې دا ده چې د هېواد سوداګرو ته ټول اړین امکانات برابر کړي او معیاري چوپړتیاوې وړاندې کړي.



