Asset 1SWN

اوچا: افغانستان کې هره میاشت چاودېدونکي توکي ۶۰ کسانو ته مرګ‌ژوبله اړوي

78_afghanistan2

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د بشري مرستو همغږې کوونکې اداره «اوچا» وايي، د دغه هېواد د ۴۰۱ ولسوالیو له درېیو دوه برخې یې په چاودېدونکو توکو پوښلې دي.

د دې ادارې له لوري په خپور شوي راپور کې راغلي چې یادو سیمو ته تازه راستانه شوي کډوال د ناچاودو توکو له ګواښ سره مخ دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د راپور  په یوه برخه کې راغلي: «درې میلیونه وګړي د ناچادو توکو او ماینونو څخه یوازې د یوه کیلومټر په لریوالي سره ژوند کوي او هره میاشت څه باندې ۶۰ کسان وژل او معلول کېږي.»

روزګان، کندوز، هلمند، کندهار، کونړ، بادغیس، فاریاب، ننګرهار، غزني، فراه، وردګ، او سمنګان تر نورو هغو ډېر له دې ډول ګواښ سره مخ دي.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د ماین‌پاکۍ د همغږۍ او انسجام رییس نورالدین رستم‌خېل وايي چې تازه راستانه شویو ته د ماینونو په اړه د عامه پوهاوي په موخه یې ۲۲ ټيمونه ګومارلې دي.

هغه وویل: «د ۲۰۲۳ کال له پیله مو افغانستان کې د ماینونو له امله ۲۵۰ پېښې لرلې، ۴۴۱ کسانو ته یې مرګ‌ژوبله اړولې چې ۲۹۰ یې ټپیان او ۱۵۰ یې وژل شوي. ټیمونه مو سرحدي سیمو کې ځای پر ځای شوي. تورخم کې اووه ټیمونه دي، سپین‌بولدک کې پنځه ټیمونه، هرات کې څلور او نیمروز کې شپږ ټيمونه ګومارل شوي دي.»

د غور اوسېدونکی محمدعزیز چې له جګړو د پاتیو ناچادو توکو له امله معلول شوی له حکومت د مرستې غوښتنه کوي.

«رمې پسې لاړم، پوه نشوم ماین تر خاورو لاندې و، پښه مې پرې کېښوده او زه نور پوه نشوم. روغتون کې وم چې وویل پښه دې پرې شوې. ښوونځي ته هم ځم دوه ساعته لاره ده.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

اوچا داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې له پاکستان او ایران څخه په زور د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ چټکه شوې چې هره ورځ زرګونه کسان هېواد ته راستنېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام