Asset 1SWN

نیوزیلنډ نن برخلیک ټاکوونکې لوبه کې سریلانکا سره لوبه کوي

سسسسسسسسس

د نیوزیلنډ کرېکټ ملي لوبډله نن د یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام کې په یوې برخلیک ټاکوونکې لوبه کې د سریلانکا کرېکټ ملي لوبډلې سره لوبه کوي.

ټاکل شوې چې دغه لوبه نن پنج‌شنبه د نومبر نهمه د هند په «ام چېناسوامي کرېکټ لوبغالي» کې ترسره شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نیوزیلنډ کرېکټ ملي لوبډله د روان یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام نیمه پای‌لوبو ته د وتلو لپاره باید نن د سریلانکا کرېکټ ملي لوبډله له مخې پورته کړي. نیوزیلنډ، پاکستان او افغانستان لا هم نیمه پای‌لوبې ته د تلو لپاره چانس لري.

که نیوزیلنډ نن د سریلانکا پر وړاندې له ماتې سره مخ کېږي، پاکستان باید د انګلستان پر وړاندې خپله وروستۍ سیالي کې بریا خپله کړي، څو نیمه پای‌لوبې ته لاړ شي.

افغانستان بیا سوېلي افریقا سره لوبه لري چې د نیوزیلنډ او پاکستان ماتو سره باید دې لوبډلې ته ستره ماته ورکړي چې نیمه پای‌لوبې ته ووځي.

نیوزیلنډ د غوره رنز‌رېټ په لرلو سره څلورم، پاکستان پنځم او افغانستان شپږم ځای کې شتون لري.

بل‌خوا د سریلانکا لوبډله به هڅه کوي چې نیوزیلنډ ته دې لوبه کې ماته ورکړي او چمپینز ټرافي ته لاره ومومي. سریلانکا دا مهال د جدول نهم ځای کې شتون لري. له دوو بریاوو او شپږو ماتو څخه اته امتیازه لري.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادو سیالیو په لړ کې بېګاه انګلستان لوبډلې نیدرلنډز ته ماته ورکړه. دا په روان جام کې د انګلستان دویمه بریا وه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام