د اسراییلو په زړه کې د ایران د توغندیزو بریدونو سره هممهاله لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو تهران ته د غچ اخیستول ګواښ کړی دی.
بنیامین نتنیاهو له یادو بریدونو وروسته پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې ایران به د نننیو بریدونو درنه بیه پرې کړي.
هغه ویلي: «موږ به د دې برید بشپړه بیه د تهران له دیکتاتورانو واخلوو.»
ایران نن سهار د اسراییلو تلابیب ښار په زړه کې ګڼ توغندي ویشتلي چې د اسراییلي رسنیو د راپورونو له مخې، تراوسه درې کسان وژل شوي او شاوخوا ۷۰ ټپیان دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د رسنیو د راپورونو له مخې، ښايي د وژل شویو او ټپیانو شمېر له دې هم لوړ شي.
په ورته مهال د ایران بهرنیوچارو وزیر عباس عراقچي اسراییلو سره د جګړې پر دوام ټينګار کړی. هغه پر خپله اېکسپاڼه لیکلي: «موږ به یرغلګر له خپلې کړنې پېښمانهوو او دې ته به یې اړ کړو چې خپل تاوان ورکړي. موږ په ویاړ او زړورتیا له ځان دفاع ته دوام ورکوو.»
بلخوا د اسراییلو دفاع وزیر اسراییل کاتز بیا پر ایران د بریدونو د ډېروالی خبر ورکړی دی.