په دایکندي کې د «نسیم» په نوم یوې محلي راډیو چې شپږ میاشتې وړاندې د سرپرست حکومت د ځايي چارواکو لهخوا تړل شوې وه، «شنبه، کب ۱۲مه» یې خپلې خپرونې بېرته پیل کړې.
د دایکندي د اطلاعاتو او فرهنګ رییس سیدمصطفی صالح سلاموطندار ته وايي، دغه راډیو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د یاد ولایت د محلي چارواکو له لوري تړل شوې وه او تر ژمنې اخیستلو وروسته یې، بېرته د فعالیت اجازه ورکړه.
د نوموړي په وینا، نسیم راډیو د ا.ا له قوانینو څو ځله سرغړونه کړې او ترڅنګ یې د ناقانونه نشراتو له کبله، د روان کال د تلې پر پنځمه نېټه وتړل شوه.
د دایکندي د اطلاعاتو او فرهنګ رییس سیدمصطفی صالح ټينګار وکړ، د یادې راډیو مدیر مسوول چې د نظام پر ضد د تبلیغاتو او بهرنیو رسنیو سره د همکاري په جرم په یوه کال زندان محکوم شوی و، اوس هم په زندان کې شپې او ورځې سبا کوي.
د نسیم راډیو سرپرست سیفالله رضايي هم سلاموطندار ته تایید کړه چې یاده راډیو د مسوولانو لهخوا بېرته پرانېستل شوې او خپرونې یې پیل کړې دي. د هغه په وینا، نسیم راډیو د حکومت له شته قوانینو سره سم، خپلو خپرونو ته دوام ورکوي.