Asset 1SWN

نی: حکومت د خبریالانو د وژنو د دوسیو له څېړلو ځان باسي

د افغانستان د ازادو رسنيو د ملاتړ بنسټ یا نی نن د خبريالانو د وضعيت په اړه خپل تازه راپور خپور کړ. د نی اجراييوي رييس مجیب خلوتگر د خبريالانو د هدفي وژنو له زياتوالي په اندېښنې سره وويل، دې وضعيت د رسنيو ټولنې ته جدي ضربه وارده کړې او له کبله يې د رسنيو د کارکوونکيو شمېر را کم شوی دی.

د خلوتگر په وينا، د خبريالانو د وژنو د زياتوالي ترڅنګ د دوی د قتل دوسيو ته د رسېدنې په چاره کې د حکومت کړنلاره، ناسمه ده.

نوموړی زياتوي، حکومت د يادو د دوسيو د نه څېړنې ترڅنګ، هغو ته کورنی او شخصي رنګ ورکوي او د خبریالانو د وژنو د دوسیو له څېړلو ځان باسي.

خو د کورنيو چارو وزارت وياند طارق ارین وايي، حکومت او کشفي بنسټونو  د خبريالانو د قتل دوسيو ته په جدي توګه رسېدنه کړې  او په تېرو دوه کلونو کې يې د تاوتريخوالي او د خبريالانو د وژنو په تړاو ۶۰کسان نيولي هم دي.

هدفي وژنو په رسنيو کې ډېری له ښځينه خبريالانو قرباني اخيستې او د هدفي وژنو ۴۰ سلنه هم ښځې جوړوي.

د افغانستان د ازادو رسنيو د ملاتړ بنسټ راپور کې همداراز راغلي، د خبريالانو د هدفي وژنو ډېروالی لامل شوی چې د رسنيو د کارکوونکيو په ځانګړې توګه د ښځينه‌وو شمېر کم شي.

د ياد راپور پربنسټ، ۹۰ سلنه په کندهار، ۴۰ سلنه په ننګرهار او ۲۰ سلنه ښځو هم په بلخ ولايت کې په رسنيو کې دندې خوشې کړې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
ویدیوهای مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام