د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل ویلي، د دغه وزارت سرپرست امیرخان متقي بهرنيو چارو کې د قطر د دولت وزير محمد بن عبدالعزيز الخليفي سره لیدلي.
دغه لیدنه کې دواړو لورو پر دوو اړخيزو اړيکو، بېلابېلو برخو کې د همکاريو په پراختيا او سيمهييزو مسايلو خبرې کړي.
امیرخان متقي قطر سره د افغانستان اړيکې مثبتې بللي او هيله يې څرګنده کړې چې دواړه هېوادونه په نږدې راتلونکې کې د ډیپلوماټیکو اړيکو کچه لوړه کړي.
هغه پراختيايي او بشري برخو کې افغانستان سره د قطر مرستې ارزښتناکې وبللې او د اسلامي امارت له اړخه يې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
بهرنيو چارو کې د قطر د دولت وزير هم افغانستان سره د خپل هېواد اړيکې نږدې وګڼلې او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د همکاريو د پراختيا پر برخو خبرې وکړې.
بهرنيو چارو کې د قطر د دولت وزير هم روغتيايي، سپورتي او بېلا بېلو برخو کې افغانستان سره مرستو ته چمتووالي وښود.
هغه ټینګار وکړ چې د چارو د ښه تعقيب لپاره د دواړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزارتونو ترمنځ منظمو تماسونو ميکانيزم رامنځ ته شي.
همداراز دواړو لورو د افغانستان او قطر د ګڼو ارګانونو ترمنځ پر نږدې همکارۍ هوکړه کړې ده.



