د سرپرست حکومت رییسالوزرا محمدحسن اخوند کابل کې د «کار ملي کنفرانس ته» په لېږلي پیغام کې ویلي چې هېواد کې بېوزلي د پردیو مداخلو او د تېرو څلوېښت کلون جګړو محصول دی.
د نوموړي په دې پیغام کې همداراز ویل شوي چې بېوزلي او تنګسیه اوسني حکومت ته په میراث پاتې او په وینا یې، سرپرست حکومت هڅه کوي چې خلکو ته کاري فرصتونه رامنځته او ستونزې یې هوارې کړي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د محمدحسن اخوند په دې پیغام کې له هغو مرستندویه سازمانونو او هېوادونو چې له افغانستان سره د کارموندنې برخه کې هوکړې او همکارۍ لري، غوښتنه شوې چې له افغان ولس سره په دې شرایطو کې د ګومارنې او کارموندنې په برخو کې مرسته وکړي.
کابل کې د کار ملي کنفرانس هېواد کې له وزګارتیا سره د ګټورې مبارزې او د دولتي ادارو او خصوصي سکټور ترمنځ د پیاوړې همکارۍ رامنځته کېدو په موخه جوړ شوی دی.