د بلخ د حیرتان سوداګریز بندر مسوولان وايي چې له اوزبکستان څخه وارد شوي څه باندې ۱۷۲ ټُنه بېکیفیته تېل یې بېرته دغه هېواد ته لېږلې دي.
د حیرتان بندر د نورم او سټنډرډ امریت مسوولانو په وینا، دغه تېل تر ارزونې وروسته بېرته یاد هېواد ته استول شوې دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د یاد امریت امر غلام یحیی ساپي سلاموطندار ته وویل چې دغه تېل یې نن یکشنبه د تلې ۲۳مه اوزبکستان ته لېږدولي دي.
د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې هم د روانې تلې میاشتې په ۱۶مه دوه ټانکره بېکیفیته تېل بېرته دغه هېواد ته لېږدول شوې دي.