د هرات ځايي چارواکي وايي چې تېره یوه اونۍ کې د اسلامکلا له لارې ایران څخه څه باندې سل زره افغان کډوال هېواد ته راګرځېدلي.
د هرات د اطلاعات او فرهنګ رییس او د کډوالو وضعیت ته د رسېدنې کمېسیون د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټې مسوول مولوي احمدالله متقي وویل، یوازې تېرو دوو ورځو کې شاوخوا ۶۰ زره افغانان له ایرانه را ستانه شوي.
ورته وخت کې د هرات د کډوالو چارو رییس ادمخان سعد وايي، بیرته راستنېدونکو ته د سرپناه جوړولو لپاره دغه ولایت کې ۲۵۰۰ جریبه ځمکه ځانګړې شوې.
د هغه په وینا، هره ورځ ۳۰۰ موټر په وړیا توګه بیرته راستنېدونکي خپلو اصلې سیمو ته لېږدوي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
ورته وخت کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د ایران سفیر علیرضا بیکدلي سره لیدنه کې پر دوه اړخيزو مسایلو په ځانګړې توګه له ایرانه د افغان کډوالو د اېستلو په موضوع خبرې کړي.
د دغه وزارت د ویاند مرستیال ضيا احمد تکل تېره ورځ (پنجشنبه د سرطان ۵مه) ویلي چې دغه لیدنه کې امیرخان متقي له ایرانه په ډلهییزه توګه د افغان کډوالو پر اېستلو اندېښه ښوولې.
هغه د ایران له سفیره غوښتي چې دغه موضوع له لوړ پوړو ایراني چارواکو سره شریکه کړي، څو حسن نیت او يوه منظم میکانیزم ته په پام، د کډوالو ستنول په تدريج ډول ترسره شي او دواړه هېوادونه وکولی شي د ستونزې حل او د هغوی لېږد ته رسېدنه وکړي.
د ایران سفیر هم ډاډ ورکړی چې د کډوالو مسله به خپل دولت سره شریکه او د ستونزې د حل په برخه کې به جدي اقدام وکړي.



