د ریاستالوزرا سیاسي مرستیال محمد عبدالکبیر د ملګروملتونو امنیت شورا هغه راپور تش تبلیغات بللي چې ګواکې افغانستان کې د القاعده ډلې مرکزونه شتون لري.
د نوموړي په وینا، افغانستان کې اوسنی سرپرست حکومت بشپړ واکمن دی او داسې مرکزونه نشته چې نورو هېوادونو ته ترې ګواښونه رامنځته شي.
هغه دغه څرګندونې «پنجشنبه، سلواغې ۱۲مه» د پکتیا مرکز ګردېز ښار کې د قومي مشرانو او دیني عالمانو یوې غونډې ته کړې دي.
محمد عبدالکبیر دې غونډې ته د وینا پر مهال ډاډ ورکړ چې افغانستانه به چا ته ګواښ پېښ نهشي او په وینا یې، نور هېوادونه دې هم د افغاستان امنیت لپاره ښه نیت ولري.
نوموړي وویل: «افغانستان په هېڅ صورت داسې مراکزو ته اجازه نهورکوي چې دنيا ته ترې زيان ورسېږي، نو په همدې اساس د امنيت شورا چې دغه اعتراص کړی دی چې په افغانستان کې د القاعده شپږ مراکز موجود دي، دا بېبنياده بېاساسه تبليغ دی.»
نوموړي همداراز چین کې د سرپرست حکومت سفیر ته د باورلیک ورکولو په اړه وویل چې ځینې نور هېوادونه هم شته چې په ښکاره يې د رسمیتپېژندنې اعلان نهدی کړی، خو ا.ا سره د رسمیتپېژندنې په څېر تعامل لري.
هغه وویل: «دنيا موږ رسما په رسميت پيژندلي يو او که ځينو په رسميت نه يو پيژندلي هغه به د وخت په تېرېدو په خپله دلته درته راشي چين چې په سيمه کې يو امهراطوري قوت دی نو زموږ او تاسو سفير يې رسما ومانه د هغوي رييس جمهور يې خو امريکا هلته ورته په تکليف ده چې دا يې ولې ومانه نو که چين دا قدم پورته کړ نو بله ورځ به روسيه دا قدم پورته کوي»
پکتیا د دیني عالمانو او قومي مشرانو جوړه شوې غونډه کې د امربالمعروف او نهېعنالمنکر وزارت سرپرست محمدخالد حنفي بیا وویل چې اوسنی حکومت به هېڅکله د نړیوالو فرمایشونه ونهمني.
هغه وویل: «که په دې بنديزونو باندې موږ د دوی تر اثر لاندې راتلی، نو بيا به دلته اسلامي نظام به دلته قايم او تطبيق نهو. نو زموږ ايمان نړيوالو ندی کتلی، نو حقوق بشر همدې ته وايي چې ښځې دې لوڅې ګرځي. په غزه کې دې په ماشومانو باندې د حشر جوړ کړه ايا دا حقوق بشر دی.»
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
یاده غونډه کې یوشمېر قومي مشرانو له سرپرست حکومت غوښتنه وکړه چې دغه ولایت کې د بیارغونې پروژې پیل او نیمهګړې هغه دې بشپړې کړي.