پر پاکستان د هند له بریدونو وروسته، لومړي وزیر نریندرا مودي نن چهارشنبه د کابینې غونډه کې د خپلو وسلهوالو ځواکونو ستاینه کړې چې پاکستان کې یې د ترهګرو په کمپونو بریالي هدفمند بریدونه ترسره کړي دي.
هندي رسنیو راپور ورکړی چې د کابینې غونډې ته د دفاع وزیر راج ناتھ سینګ د “سندور” عملیاتو په اړه مالومات ورکړل.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د راپورونو پر اساس، د هند ټولې کابینې د میزونو او چک چکو په وهلو سره د هندي پوځ د دې اقدام ستاینه کړې ده.
هند نن چهارشنبه سهار وختي د پاکستان پر بېلابېلو سیمو توغندیز بریدونه کړي چې لسګونه کسانو ته په کې مرګژوبله اوښتې ده.



