Asset 1SWN

د ټولګټو وزارت: تېرکال څه باندې د ۴۶۰ پروژو چارې بشپړې شوي

GUwpaWAWIAA29--

د ټولګټو وزارت مسوولان وايي چې تېر لمریز کال کې د کابل ـ جلال‌اباد لویې لارې د بیارغولو په ګډون د ۴۶۸ پرمختیايي پروژو چارې بشپړې شوي دي.

 دغه څرګندونې د یاد وزارت مسوولانو نن دوشنبه، زمري ۲۲مه کابل کې د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشرېح پروګرام کې کړې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دوی همداراز دې پروګرام کې وویل، د دغو پروژو له ډلې د ۸۵ هغو چارې د خصوصي سکتور له لوري تطبیق شوي دي.

د ټولګټو چارو وزارت تخنیکي مرستیال عبدالکریم فاتح وویل: «د پروژو د ساتنې په موخه په تېر یوه کال کې په ټول هېواد کې ۴۶۸ پروژې پلې شوې چې ۸۵ یې، د خصوصي سکټور له‌خوا بشپړې شوي او ۲۴ نورې تر کار لاندې دي. سربېره پر دې، ۱,۶۹۸ کیلومتره سفالټ سړکونه ترمیم او بیارغول شوي دي.»

د مسوولانو په وینا، تېر يوه کال کې د هېواد په کچه د پراختیایي او بنسټیزو پروژو د تطبیق له لارې څه باندې ۱۵ زره کسانو ته په مستقیم ډول د کار زمینه هم برابره شوې.

د ټولګټو وزارت مسوولان زیاتوي چې تېر کال د شاوخوا زر کیلومتره سړک د بیارغولو تړون لاسلیک شوی او د روان لمریز کال پرمهال به بېلابېلو برخو کې د کابل- کندهار لویې لارې د بیارغولو چارې هم تطبیق شي.

له ښي اړخه دویم کس «حیدرمحمدنظري» د سلام‌وطندار خبریال له یو‌شمېر نورو خبریالانو سره د ټولګټو وزارت خبري غونډې د پوښښ لپاره د رسنیو مرکز کې.

د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس وویل: «د کابل-کندهار لویه لاره د سړک جوړونې او ساختماني شرکت سره په ۱۳ برخو کې قرارداد شوي او کار یې روان دی او د سالنګ لویه لاره په درېوو برخو ویشل شوې او کار یې روان دی.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د ټولګټو چارو وزارت مسوولان زیاتوي چې د روان لمریز کال پرمهال لویولارو کې د ټرافیکي نښو نصبول، د سړکونو د تخریب مخنیوي په موخه ګمرکونو کې د لوړ تُناژ د ۱۷ تلو فعالول او د باروړونکو موټرو د وزن کنټرولول د دغه وزارت له نورو پلي کېدونکو پروګرامونو څخه دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام