د امربالمعروف، نهيعن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر سره مرکه
مرکهکونکی: رحیمګل نایل
په اوسنیو شرایطو کې افغانستان د بشري او ښځو حقوقو په برخه کې له حساسو او ننګونکو بحثونو سره مخ دی.
د اسلامي د امربالمعروف او نهيعن المنکر وزارت چې تر نورو وزارتونو یې ډېر د ښځو حقونو او مسایلو په تړاو فرمانونه صادر کړي او دې برخه کې پر سیاستونو نظارت کوي وايي چې هېواد کې د شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقونه تامین دي.
خو د ښځو د حقونو تامین او ټولنیزو مسایلو په اړه ډېرې پوښتنې شته چې د دغه وزارت په اړه مطرح کیږي.
په دې ځانګړي بحث کې د امربالمعروف او نهيعن المنکر وزارت له ویاند ښاغلي سیف الاسلام خېبر سره د دغه وزارت پر فعالیتونو، لاسته راوړنو او پر وړاندې یې پر شته ننګونو خبرې شوي.
پوښتنه: ښاغلی خیبر بحث به له دې ځایه را پیل کړو، له هغې ورځې چې اسلامي امارت پر افغانستان بیا واک ترلاسه کړی، د ښځو په وضعیت او حالت کې کوم تغییرات راغلي؟
خیبر: بسم الله الرحمن الرحیم. رَبِّ اشْرَحْ لِي صَدْرِي وَيَسِّرْ لِي أَمْرِي وَاحْلُلْ عُقْدَةً مِنْ لِسَانِي يَفْقَهُوا قَوْلِي رَبِّ زِدْنِي عِلْمًا!
لکه څنګه چې مونږ او تاسې شاهد یو چې د افغانستان وضعیت د څلورو لسیزو څخه د حقوقو په مجال کې په یوه حالت نه دی دریدلی. او دا هېڅوک نشي ویلی چې والله په فلاني دور کې حالت تردې اوسني حالت غوره وو. یو بېلګه څوک نشي ویلي. نننی چې کوم وضعیت د افغانستان د ښځو دی یا په مجموع کې د ټولو افغانانو دی، خلک یې په نورو وختونو کې بېلګه هم نشي ویلی. مانا داچې مونږ نسبت نورو وختونو ته په غوره حالت کې یو. هو دا سمه ده چې اوسنی حالت هم کافي نه دی باید لا بدلون وکړي او مثبت تغیرات په کې راشي، خو تېر ته په کتو، اوس په ښه حالت کې دی. د مثال په توګه هغه حقوق چې زمونږ په ټولنه کې د رواجونو، ننګونو او غیره دودونو په وجه له منځه تللي وو، دا اوس ورو ورو بېرته هغه بڼه خپلوي چې د حق بڼه ده. د مثال په توګه میراث زمونږ په ټولنه کې د ښځې لپاره عار او پیغور وو. مهر د پلار او د ورور یو مسلم باج وو او د هغوی حق وو چې شل کاله یې په خور یا لور باندې مصرف کړی وو، باید هغه یې د مهر یا ولور نه پوره کړې وای. ترڅنګ یې جبري واده خو یو عام دستور ګرځیدلی وو. په بدو کې ورکول او په بدل باندې ورکول چې بیا د ښځې ناخوښه هم وي. د میلونونو پیسو په بدل کې ښځه پلورل، په کور کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی. خو دا هر څه اوس الحمدلله برعکس دي. ویلی شو چې په دې درې کلنه موده کې د امربالمعروف وزارت اړوند د حقوق العباد په مجال کې یوازې خویندې نه بلکې د نارینه وو حقوق ډیری داسې دي چې د له منځه تللو په حالت کې وو. ګورئ دا خپله د حق تلف کېدل دي چې یو ځوان خپل اصلیت نه پېژني، نه یې درک کوي. زمونږ ځوانانو داسې فکر کاوه چې زما لپاره متمدنیت یا زما اصلي مسؤلیت په ټولنه کې دادی چې زه د غرب په څېر نظریه ولرم. د غرب په څېر اخلاق ولرم. د غرب په څېر موډ او فېشن ولرم او خپل ژوند په داسې لهو و لعب کې تېر کړم. در حال که چې اسلام د انسان د تخلیق سره سره وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْإِنسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ هغه اساسي مسؤلیت یې هم ټاکلی دی. نو ځوان هم خپل مسؤلیت پرایښی وو. ځکه معاشره او ټولنه په تېر شل کلن دور کې داسې عیاره شوه چې هر چا څخه باید خپله لاره ورکه شي. ان یو نیم ملایانو لاره پرايښې وه. له ملایانو لاره ورکه وه. د بېلګې په توګه زه درته ویلی شم چې په تېر شل کلن دور کې مونږ ددې شاهد وو، نایل صاحب تاسې به هم ددې شاهد حال اوسیدلي یاست چې ان ځینو خلکو له ممبر او له محراب نه ډېره ناوړه استفاده وکړه. دا مې په مجموعي یوه خبره وکړه چې ددې وزارت په ټولو ابعادو کې د مسؤلیت پېژندنې که ځوان وي، که پېغله وي، که نر وي، که ښځه وي، که ملا وي، خپل مسؤلیت ته د رابللو کار یې په چټکۍ سره کړی دی چې دا یو اساسي کار دی. داسې نورې برخې ډېرې دي چې دا وزارت مسؤلیت په کې لري او هغو کې یې کار کړی دی.
پوښتنه: ښاغلی خیبر په وروستیو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکونکي ریچارډ بېنټ ویلي چې ستاسو د وزارت قوانین د هېوادوالو او په ځانګړي ډول د مېرمنو حقونه نقض کوي او د قومي اقلیتونو پر وړاندې یې ستونزې رامنځ ته کړي، په اړه یې ستاسو نظر څه دی؟
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
خیبر: د ریچارډ بېنټ رپوټ یا د ملګرو ملتونو دغسې غونډې، دا ۵۸ یې وروستۍ غونډه وه. دا غونډې نه وروستۍ دي، او نه لومړنۍ دي او نه به د دې غونډو په څېر تخریب، دروغ او ادعاوې پای ومومي او نه به خلاصې شي. همدا ریچارډ بېنټ وو چې په تېره غونډه کې یې ویلي وو چې په کابل کې رستورانتونو ته ښځې نشي تللی. همدا ریچارډ بېنټ وو چې په یوه غونډه کې یې ویلي وو چې په کابل کې په ټکسي کې ښځې له محرم پرته نشي سپرېدلی. همدا ریچارډ بېنټ وو چې ویلي وو په افغانستان کې ښځې له هر قسمه حقوقو څخه محرومې دي. اقتصاد، تجارت، صنعت، کاروبار، کور ته تګ، په طبي سکټور کې کار کول وغیره وغیره. دا خو هغه حقایق دي چې دا ولس ټول په دې خبر دی. نو د ریچارډ بېنټ هغه ښکرورو دروغو ته چې مونږ کله سوچ وکړو دا یې هم د هغو یوه بېلګه ده. د دوی دا تشویشونه چې وايي مونږ تشویش لرو، طبیعي ده چې له مسلمان نه باید کافر تشویش ولري. که دی زما څخه تشویش ونه لري نو بیا خو مونږ په خپل ایمان کې اشتبها وينو. چې زه څنګه مسلمان یم چې کافر رانه تشویش نه لري. او رسول الله ص فرمايي چې: مسلمان باید له کافر څخه دا ډار ولري چې دی زما پر وړاندې څه کوي؟ را باندې غالب نشي او کافر دا ډار لري چې نن به حساب راسره وکړي، سبا به حساب راسره وکړي. خو د دوی د دې ډار غږ چې دوی کله د ښځو د حقوقو په څادر کې وپېچي، کله یې د بشر د حقوقو په څادر کې وپېچي، کله یې د امارت د نورو قوانینو، د ناقضه قوانینو تر عنوان لاندې په یوه څادر کې وپېچي، خپله هغه اصلي حال نه وايي. دوی له دې ډار لري چې که دغه قوانین چې دا وزارت یې پلي کوي، دا پلي شي نو انسانیت او بشریت ته به خپل اساسي حقوق ورکړل شي. د دوی هغه دوه مخې پالیسي او شیطانت به خلکو ته بربنډ شي او بیا به دوی خپله له محاسبې سره مخامخ شي او خلک به باور نه ورباندې کوي.
پوښتنه: بله برخه ښاغلی خیبر له کورني تاوتریخوالي او ټولنیزو مشکلاتو سره مبارزه ده چې ستاسو وزارت یې تر ډېره پرمخ بیايي، څنګه کېدلای شي دا مسایل په اساسي ډول له ریښې حل شي؟
خیبر: کورنی تاوتریخوالی په افغانستان کې له ژورو ريښو لرونکو مسلو ده. زمونږ په ټولنه کې له وخته راهیسې ښځې ته په کم فکر کتل کیږي. ما یې مخکې علتونه وویل چې په هغو کې اساسي علت له خوښې پرته واده دی. کله د نارینه له خوښې پرته وي، پلار یې ورباندې تحمیل کړي، کله د ښځې له خوښې پرته وي، پلار یې پرې تحمیل کړي. دا عواقب لري. زمونږ په ټولنه کې ۸۰ سلنه وادونه جبري دي، رواجي دي، شرعي نه دي. واده یو عبادت دی، یو حدیث کې راځي رسول الله ص وايي چې د واده په کولو سره د ایمان نیمه حصه بشپړیږي. مانا واده مهم عبادت دی، خو دې عبادت ته مونږ یوازې یو ټولنیز رواج ویلی بس، پلار چې کله هلک ځوان شي او د بلاغت مرحلې ته ورسیږي، نو بیا پلار له مور سره مشوره کوي. بیا یې چې کله له موره سره مشوره وکړه، نو بیا د فلاني لرو، بي بي فلانۍ د فلاني لپاره انتخاب؛ که زوی یې ورته سل واره وهم وايي چې پلاره دا زه نه کوم او دا د زوی نه کول، که دا په نکاح کې ووايي، نکاح منځ ته نشي راتللی که زر شاهدان هم ورباندې موجود وي. خو پلار وايي چې نه اوس زما له خولې وتلې او ته به یې منې. کله چې پېغله یې د هغوی په هکله به څه وي، داسې پېښې ډېرې شوي چې په افغانستان کې یوې لور د پلار خوښه ننګولې ده، هغه ښځه وژل شوې یا له کوره تښتېدلې. عواقب یې ډېر منفي راوتلي دي.
پوښتنه: نو له ریښې څخه ددغسې ستونزو د حل لپاره طرحه لرئ؟
خیبر: چې له ریښې دا موضوع حل شي، دوو مواردو ته اړتیا ده. لومړۍ وخت او دویم بنیادي کار. بینادي کار بېرته علم دی، پوهه ده، عامه شعور دی. که خلک علم ونهلري چې په شرعي لحاظ دا کار دومره بد دی، څنګه یې زه په دې پوه کړم چې دا ته په رواج لګیا یې. یو چا ته چې زه دا وایم چې شریعت دا وايي او تا رواج مخته کړی، خو دی له ما څخه یو دلیل غواړي، باید دی دا قوه ولري چې د دلیل پوښتنه رانه وکړي او که دی همداسې راته ناست وي، بیا چې زه څه ورته وایم هغه به لکه په غوړ لوښي اوبه، پر ده به اغېز هم نه کوي، زما سره به سر وښوروي خو عملي کوي یې نه. نو مونږ پلان لرو او دا اوس عملا په دې باندې کار روان دی. مثلا محستبین په اطرافي او کلیوالي سیمو کې د علماوو او مشرانو په مشرۍ غونډې کوي. له خلکو سره ناستې کوي، مجالس کوي، هڅه کیږي ظرفیتونه لوړ شي، څو د رواج او دین، د عادت او عبادت ترمنځ توپیر وکړي او په راتلونکې کې نورې طرحې هم ورته لرو چې د الله ج په مرسته به هغه هم مخته یوسو.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
پوښتنه: ښاغلی خیبر ډیری نړیوال سازمانونه او د بشري حقونو بنسټونه په افغانستان کې د ښځو د حقونو او وضعیت اړوند نیوکې او ملاحظات لري، پر وړاندې یې ستاسو تدابیر څه دي؟
خیبر: مخکې ما وویل چې د دې سازمانونو یا جهتونو یا ان ځینې هېوادونه به هم یاد کړم، لکه په وروستیو کې په کاناډا کې د ۱۷ اروپايي هېوادونو د ښځینه وزیرانو غونډه یا وغیره؛ زمونږ د وزارت پر وړاندې د ټولو موقف یو دی. د دوی د تشویشونو په اړه زمونږ ځواب ډېر واضح دی او هغه مو په عمل کې هم ثابت کړی. دوی کوښښ کوي چې دا وزارت په یو څو شیانو پورې منحصر کړي. په داسې حال کې چې د دې وزارت د فعالیت ساحه په افغانستان کې د موجوده حاکم نظام د ټولو وزارتونو له فعالیت نه لوړه ده. د دې وزارت کار یو مشخص کار نه دی. امر بالمعروف (په ټولو نېکیو سره امر) نیکۍ چا شمار کړي دي؟ نهی عن المنکر؛ بدۍ چا شمار کړې دي؟ ځکه په ننني دور کې داسې بدۍ راوځي چې پر وړاندې یې مونږ تصور نه وو کړی. مانا دا چې راتلونکې کې د نورو بدیو خطره هم شته. وهم هم شته. امید هم شته. نو د دې وزارت د فعالیت ساحه لومړۍ خو حد نه لري، دوی کوښښ کوي چې دا وزارت یوازې د خشونت وزارت معرفي کړي. یا په ځوانانو باندې د ږیرې د جبر یا د سیرت د جوړولو اړوند د محتسبینو د ظلم او یا هم د ښځو د حقوقو نقض؛ نو د دوی لپاره زمونږ واضح ځواب دا دی چې دا وزارت یوازې په ټولنیز ژوند کې نه بلکې، هره برخه کې فعالیت لري.
پوښتنه: تاسې په وروستي خبري کنفرانس کې ویلي چې له شاوخوا ۶ زره اجباري نکاح څخه مو مخنیوی کړی، ایا دا ارقام دقیق دي؟ او په عملي ډول یې اغېزې څه وې؟
خیبر: بلې؛ په دغو ارقامو کې اوس زیاتوالی هم راغلی. ځکه چې دا ارقام د ۱۴۰۳ لمریز کال د لومړۍ شپږو میاشتو وو. د وروستیو شپږو میاشتو ارقام په کې داخل هم نهدي. مونږ په عادي توګه هره میاشت تر ۳۵ پورې د جبري نکاح قضیې لرو. په عملي ډول یې اغېزې وینو. د مثال په ډول کله چې دا وزارت ایجاد شو مونږ په لومړي کال یوازې ۲ سوه پېښې لرلې، په دویم کال تر درې نیمو زرو ورسیدلې او دا دی دریم کال ته چې خبره ورسیده، نږدې ۷ زره قضیو ته رسیږي. خپله خلک مراجعه کوي او هغوی په دې پوه شوي چې زمونږ د غږ اوریدلو منبع شتون لري.
پوښتنه: یوه بله مسله ښاغلی خیبر صاحب! د امربالمعروف وزارت د نوم په اوریدلو له هېوادوالو سره یو ډول د وېرې احساس کیږي، فکر کوئ لامل یې څه دی؟
خیبر:
هېوادوال زه ملامت نه ګڼم، ما وویل چې د انسان ذهن هر څه اخلي لکه مقناطیس؛ د دوی پر وړاندې د غرب د ناسمو تبلیغاتو دروازې ډېرې خلاصې دي، بالمقابل چې د سمون لپاره یې لازم دی هغه کار نه دی شوی. یا مونږ نهدی کړی یا امکانات نشته. نو طبیعي ده چې د عاقل او سالم انسان عقل دا مني چې خپله دا وزارت (امربالمعروف) نه وي لیدلی، نو ژر د رسنیو تر اغېز لاندې راځي. ما او تا چې اوس دا بحث کوو او څوک یې هم اوري، دا ته ومنه چې له دې څخه به ډېر خلک متاثره کیږي. اګر چې نه یې زه لیدلی یم او نه یې ته لیدلی یې. نو د هېوادوالو په ذهن باندې د امربالمعروف له نوم سره د یو ډول کیف راتلل دا د غرب د هغو تبلیغاتو اثر دی چې شل کاله یې دلته وکړل او اوس هم عملا لګیا دي.
پوښتنه: خپله د وزارت د محستبینو چلند څومره په کې رول لری؟
خیبر: د محتسبینو په لومړیو کلونو کې له دې وجې چې نه محتسب مسلکي وو، نه ولس محتسب پېژانده او ټولنه هم له انتهايي زیاتو منکراتو ډکه وه. تازه د اشغال لمن ټوله شوې وه. دې وزارت نوی فعالیت پیل کړی وو، هلته د محتسبینو ناسم چلندونه، د محتسبینو له قانون سرغړونې وغیره لامل کېدلې چې خلک ووېروي. خو اوس الحمدلله په دې روان کال کې چې مونږ کوم علمي سیمینارونه ورکړي، زه فکر نه کوم. شاید یو نیم ځایونو کې وي محتسب انسان دی، د قانون مخالفت ځینې کیږي، خو چېرې چې محتسب غلطي وکړي، هغو ته مونږ توصیه لرو، سمدستي منفک کیږي. په ټول ادارو کې دا اصول دي چې لومړۍ توصیه ده، اخطاریه ده او نورې مرحلې دي، زمونږ په وزارت کې په لومړنۍ تخاطي باندې محتسب منفک کیږي او له وظیفې شړل کیږي.
پوښتنه: څه ډول ممکنه ده چې خلکو او نړیوالې ټولنې ته دا وښیئ چې د ښځو پر وړاندې ستاسو د وزارت اقدامات او چلند د دوی په واقعي ژوند کې مثبت بدلون راوستلی شي؟
خیبر: که مونږ داسې فکر وکړو چې مونږ به یې ووایو او دوی به یې ومني، زه وایم دا وړۍ نه شړۍ کیږي. وجه دا نه ده چې مونږ د ښځو د حقوقو یا د بشر د حقوقو په ژمنتیا کې پاتې یو. وجه دا ده چې دوی عملا په غزه کې د ښځو حقوق نقض کوي، په غزه کې ۴۸ زره ښځې او ماشومان په شهادت رسوي، خو د ښځو نړیواله ورځ یې د افغان ښځو لپاره انتخاب کړې. ته خپله دا سوچ وکړه، همدا خلک وو چې په سوډان، سومالیا، لبنان، سوریه، عراق او افغانستان کې يې شل کاله خلک وژل، خو د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي نړیواله ورځ به یې هم نمانځله. که څراغ ورپسې را واخلې په سر کې یې همدا خلک قاتلان دي او همدا خلک جابران دي. که چېرې د دوي ماتحتي دې اعلان کړه بیا دا د ښځو حقوق یو ابزار دی، پښې دې هم در تړي، لاسونه هم در تړي، قانون هم درباندې مني په بدل کې څه امتیازات درکوي یا بندیز درنه لرې کوم. ته خو دې بیخي دا بندیز مهلرې کوه، دا درې کاله چې پر افغانستان بندیز شته، ایا خلک مړه شول؟ زه وایم مونږ او دوی هېڅکله جوړ نشو راتلی. په دیني لحاظ د حقوقو په برخه کې مونږ او دوی هېڅکله جوړ نشو راتلی. زما د حقوقو معیار قران دی، د ده د حقوقو معیار ډېموکراسي ده. قران او ډېموکراسي دومره سره ضد دي لکه اور اوبه. په بهرني سیاست کې به شاید سره جوړ شو، په اقتصاد کې به توافق ته ورسېږو، په صنعت او تجارت کې به ورسېږو، په اقلیمي تغیرات او بدلونونو او ځينو نور هغو شیانو کې چې د اخلاقو، سیرت او صورت له حقوقو سره تړاو نه لري خو په دې شیانو کې مونږ له دوي سره توافق ته نشو رسیدلی.
پوښتنه: یعنې له دې داسې پایله ترلاسه کولای شو چې په نړیواله ټولنه کې ستاسو د وزارت اړوند تصویر نشي تغییریېدلی ځکه ترمنځ فاصله ډېره زیاته ده؟
خیبر: سل سلنه؛ دوی له امر بالمعروف سره له هغې ورځې په ټکر کې دي چې، رسول الله ص باندې وحي نازله شوه، کعبه کې به ناست وو، دعوت به یې کاوه. د پیغمبر ص خبرې معقولې وې، نو مشرکانو به ویل: اې مشرکانو تاسې ورځئ، د محمد ص د خبرو په منځ کې غالمغال کوئ، دا د ده خبرې ډېرې معجزې دي، که خلکو واورېدې ایمان ورباندې راوړي. دوي په دې پوهیږي چې د اسلام د مبارک دین په چوکاټ کې حقوق ډېر عادلانه دي، که دا حقوق خلکو ته ورکړل شول، سبا یوه امریکایۍ ښځه هم را پورته کیږي، چې زه خو دې د خواهشاتو، جنسیت اله جوړه کړې یم. له ما څه د مور کیدو فطري حق اخیستی دی. هغوي هم بیا حق غواړي، په نړۍ کې به انقلاب راځي، او داسې وهم شول. همدا نن چې هسپانیه ده، ایټالیا ده، بلغاریا، یونان اترېش، ناروې او بلجیم دا یو وخت د مسلمانانو د حاکمیت تر قلمرو لاندې وو. نو همدا وجه ده چې زمونږ وزارت د دوی په تصور کې ښه معرفي کېدل ډېره لرې خبره ده.
پوښتنه: په اطرافو او لرې پرتو سیمو کې د محتسبینو له چلند څخه وخت ناوخت شکایتونه اوریدل کیږي، د یو چا د شخصي حریم ته د ننوتلو یا له یو ځوان سره د چلند کولو په اړه؛ تاسو یې شکایتونه څېړلي؟ او کولای شي خپل شکایتونه تر تاسو ورسوي؟
خیبر: دا وزارت د امربالمعروف، نهيعن المنکر او شکایتونو اوریدلو وزارت دی. یوه برخه د شکایتونو اوریدلو لري. دا شکایتونه یوازې له هغو خلکو اخلي چې له حکومتي مسوولانو څخه یې څوک لري. لومړۍ خو یو محتسب دا حق نه لري چې د یو چا په شخصي حریم تجاوز وکړي، د یو چا شخصي حریم ته ننوځي، شخصي حریم الله ج هم منع کړی دی. د جاسوسۍ په شکل به د خلکو منکرات نه پیدا کوي، په سترګو به یې مخامخ ویني او بیا به یې مخه نیسي. شخصي حریم ته ننوتل او په شخصي حریم کې مداخله د یو چا حیثیت ته سپکاوی دی. محتسب قانون کې دا صلاحیت نه لري. که احیا یو څوک د محتسب د چلند په اړه ګیله لري یا شکایت لري او یا ورسره ناوړه چلند شوی وي، یاد وزارت د دوي په خدمت کې دی یا هم د ۱۹۱ وړیا شمېره ده چې د هېواد له هرې سیمې او هر وخت خپل شکایت ثبت کولای شي او خپل حق له وزارت څخه وغواړي.
پوښتنه: د شکایتونو د ارزونې بېلګې هم لرئ؟ یانې ورته رسېدنه کیږي؟
خیبر: هو ډېر شکایتونه مونږ ته راغلي، د بېلګې په توګه به زه ووایم له محتسبینو څخه چې کوم شکایتونه راغلي نو هغه د امربالمعروف، نهيعن المنکر او شکایتونو اوریدلو وزارت د قدرمن وزیر صاحب په مستقیمه امر هغه محتسبین له دندو منفک شوي. مخکې دا بېلګې ډېرې وې خو په وروستیو کمې شوي. ځکه پوهاوی رامنځته شو، پخوا خلک له محتسب دومره په وېره کې وو چې فکر یې کاوه محتسب ما خوري. محتسب خو له بازار څخه د وخت تېر موادو د راټولولو کار هم کوي، محتسب خو د احتکار مخه هم نیسي، د سود مخه هم نیسي، محتسب خو د اخلاقي مفسداتو مخه هم نیسي، خلکو وپېژنده چې محتسب خو یوازې دا د شکنجې کار نه کوي، محتسب داسې معرفي شوی وو چې ستاسو دښمن، قاتل او ستاسو د خوشالیو ضد دی. نو طبیعي ده چې هلته بیا ځيې سوی تفاهمونه راتلل. ډېرو ځایونو کې له قانون سرغړونه شوي.
پوښتنه: ستاسو په نظر د امربالمعروف او نهيعن المنکر وزارت د اقداماتو پر وړاندې په خاص ډول د ښځو د حقونو په برخه کې مهمې او جدي ننګونې څه دي؟
خیبر: د حقوق العباد په هکله بیا په ځانګړي ډول د خویندو د حقونو په اړه ستره ننګونه بې علمي ده او جهالت دی. که په ټولنه کې د نر یا ښځې حقونه نه ورکول کیږي، اساسي ننګونه بې علمي ده. متمدن ملتونه په تجاربو نه دي متمدن شوي، بلکې به علم یې تمدن حاصل کړی. کومه ټولنه چې له علمه بې برخې وي، همېشه لوېدلې وي، بل ته محتاجهوي. په ډېر تاسف سره به ووایم چې په دې ټولنه کې یوازې د ښځو نه، د نارینهوو حقوق هم له منځه تللي. مونږ ډیری ماشومان د خپلو پلرونو له زندانه را خلاص کړي دي. ډیری ماشومان مو د پلار له تاوتریخوالي را ژغورلي. ورور بل ورور وژلی وي، پلار زوی وژلی وي، یا زوي پلار وژلی وي، یا تره زامنو خپلو کې سره وژلي وي، دغسې په نورو ډېرو برخو کې همچنان د ښځو حقوق تلف دي. ستر علت یې بېعلمي ده. که څوک وايي چې دا نر واکه ټولنه ده نو بیا د نارینه وو حقوق ولې تلف دي؟ اصل خبره داده چې ښځهتوب یوه وسیله ده او غرب په همدې بهانو ډېر اسلامي ملتونه وهلي دي. زمونږ د وهلو ستر علت ناپوهي ده چې علم نه لرو.
پوښتنه: نو فکر نه کوئ چې له بې علمۍ سره مبارزه د حکومت مسؤلیت دی؟
خیبر: په ټوله کې د هر انسان مسؤلیت دی. ځکه اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ، خَلَقَ الْإِنْسَانَ مِنْ عَلَقٍ الله تعالی دا انسانان چې پیدا کړي دي، قُلْ هَلْ يَسْتَوِي الَّذِينَ يَعْلَمُونَ وَالَّذِينَ لا يَعْلَمُونَ. الله تعالی د یوه پوه او لوستي کس اهمیت پر ناپوه لوړ کړی. نو بیا مو دې ته هڅوي هم چې فَاسْأَلُواْ أَهْلَ الذِّكْرِ إِن كُنتُمْ لاَ تَعْلَمُونَ علم وکړئ که په څه نه پوهېږئ له پوهو خلکو نه پوښتنه وکړئ. علم د رسول الله ص په احادیثو پر هر مومن فرض دی، نو اول خو د هر انسان انفرادي فرضیتي مسؤلیت دی. په ټولنیز حساب بیا د حکومت مسؤلیت دی. چاپېریال به حکومت برابروي، امکانات به حکومت برابروي، د خلکو هڅونه به حکومت کوي او که چا نه کاوه ان په جبر به یې پرې کوي. ځینې علوم دي چې هغه فرض دي، په هغه کې د انسان خوښه نه چلیږي، لمونځ دی دا که ستا خوښه ده یا نه، ته یې باید زده کړې، حلال او حرام دي، دا که رضا ده یا نه، ته به یې زده کوې. د دین شرایط دا که ستا خوښه وي یا نه، وخت لرې یا نه، ته به یې زده کوې. نو کله چې مونږ حلال او حرام وپېژنو نور هېڅ علم ونهکړو، هغه حرام خو پېژنو بیا یې نه کوو. خو اوس مونږ په ټولنه کې ډیری نه حلال پېژنو او نه حرام؛ پوهان پوهان خلک د رواجونو او روسوماتو قرباني دي. طبیعي ده چې له بې علمۍ سره مبارزه د نظام مسؤلیت هم دی او بیا د هر مسلمان او هر افغان مسؤلیت دی. زمونږ ټولو اړخونو مسؤلیت نه دی اداء کړی.
پوښتنه: د وروستۍ پوښتنې په توګه، بحث به راټول کړو که چېرې ستاسو وزارت د افغانستان د راتلونکې په اړه یو لوی او مهم قدم اخلي، هغه به څه وي؟
خیبر: د افغانستان د ولس لپاره او زمونږ د راتلونکې لپاره چې یو داسې نوښت وکړو چې خلک په خپله د یاد وزارت (امر بالمعروف او نهی عن المنکر) او د وزارت له تګلارې سره داسې ونښلول شي چې ولس ورپسې را منډه وهي، ددې لپاره چې مونږ کوم پلان یا طرحه لرو، بالاخره خبره عامه پوهاوي ته رسیږي. نو زمونږ ټول تمرکز به دا وي چې په خلکو کې علمي ظرفیت لوړ کړو. پوهه زیاته کړو. خلک په دې پوه شي چې زما د ستونزو حل او ذریعه علم او پوهه ده. په دې باندې اګاه شي چې په ټولنه کې د ناخوالو زېږنده بې علمي ده. دا چې د علم زیاتولو او ظرفیت لوړونې لپاره کومې وسیلې څخه استفاده کیږي، هغه به حالاتو ته په کتلو مونږ ګورو. له راډيو څخه هم ګټه اخیستل کیږي، له مکتب هم استفاده کیږي، له مدرسې هم استفاده کیږي، له ممبر او محراب استفاده کیږي، له ټلویزون څخه استفاده کیږي، وخت او حالاتو ته په پام ټول هغه اسباب به ورته برابرو او مخکې به ځو.