د عامې روغتیا وزارت مسوولان وايي چې د هېواد ۳۰۰ ولسوالۍ معیاري روغتونونه نهلري او هڅه کوي چې یادو ولسوالیو کې روغتونونه جوړ کړي.
د یاد وزارت مسوولانو دغه څرګندونې نن یکشنبه د زمري ۲۹مه «ملت ته د دولت د حساب ورکولو پروګرام» کې وکړې.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست قلندر عباد د دغه وزارت کلني راپور وړاندې کولو پر مهال وویل چې څه باندې ۳۰۰ ولسوالۍ معیاري روغتونونه نهلري او یاد وزارت په پام کې لري چې د دې ولسوالیو لپاره ۳۱۰ عمومي روغتونونه جوړ کړي.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست قلندر عباد وویل: «دا مهال ۳۰۰ ولسوالي میعاري روغتونونه نهلري چې موږ دا موضوع د افغانستان د روغتیايي سکټور ملاتړ کوونکو سره شریکه کړې ده.»
د روغتیا وزارت مسوولانو همداراز زیاته کړې چې تېرکال ۳،۶ میلیونه هغه ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي د پولیو پر وړاندې واکسین شوي دي.
د دغه وزارت سرپرست قلندر عباد وویل، په پام کې لري چې هېواد کې د پولیو د تشخیص یو مرکز هم جوړ کړي. «تېر کال مو ۱۲ پړاونو کې ۳،۶ میلیونونه ماشومان واکسین کړي او همداراز هېواد کې د پولیو پېښې کمې شوې دي.»
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د عامې روغتیا وزارت مسوولان زیاتوي چې تېر یوه کال کې د هېواد روغتونونو کې ۸ میلیونه کسانو هر اړخیز روغتیايي خدمات ترلاسه کړي دي.