د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې که یوناما افغانستان کې د اذهانو مغشوشولو په تړاو د بېاساسه راپورونو خپرولو ته دوام ورکړي، پر وړاندې به یې مناسب اقدام وکړي.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل تېره شپه یوه خبرپاڼه کې د جبري راستنېدونکو په اړه افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ یوناما د بشر حقونو د څانګې د وروستي راپور په غبرګون کې ویلي، دغه راپور تر ډېره د غير معياري ميتودونو پر بنسټ جوړ شوی.
خبرپاڼه کې ویل شوي چې هغه افغان کډوال چې له ایران او پاکستانه هیواد ته را ایستل کیږي، د اسلامي امارت له خوا له شکنجې، انتقامي چلند، بېدلیله نیونو او امنیتي ګواښونو سره مخ دي.
د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د ذکر شویو پېښو د څېړنې په موخه یې د بهرنیو چارو وزارت په مشرۍ د امربالمعروف او نهیعن المنکر وزارت، کورنیو چارو وزارت او استخباراتو عمومي ریاست په غړیتوب کمیسیون ته دنده سپارلې وه چې یاد راپور په هر اړخیز ډول وڅېړي، د پېښو د کرهوالي په صورت کې له اړوندو حکومتي ارګانونو او د ناکرهوالي په صورت کې له یوناما څخه توضیحات وغواړي.
خبرپاڼه کې راغلي چې یاد کمیسیون له بېلابېلو ناستو وروسته خپلې څېړنې په دې ډول شریکوي:
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
که څه هم په یاد راپور کې په محدود ډول د ځینو مثبتو اقداماتو یادونه شوې خو په عمومي ډول راايستل کېدونکو کډوالو سره د مرستې پر ځای هڅه شوې له کلماتو سره د لوبې له لارې حقايق تحريف او د ذهنونو په مغشوشولو سره کډوال اندېښنمن کړي.
راپور زیاتره د هغو محدودو اشخاصو انفرادي تجربې انځوروي چې د ادعاوو پر اساس له ستونزو سره مخ شوي، حال داچې د هغو میلونونو افغانانو مثبتو تجربو ته چې په امن او باثباته شرایطو کې خپل هېواد ته راستانه شوي، انعکاس نه دی ورکړل شوی.
راپور ادعا کوي چې یوازې له ۴۹ کسانو سره مرکو پر بنسټ یې دغه راپور جوړ کړی، حال دا چې په میلونونو افغانان خپل هېواد ته راستانه شوي، نو د قضیو انتخاب محدود او غرضناک دی او ډېر موارد له شواهدو پرته یوازې د ګومانونو په بڼه ذکر شوي چې د څېړنې له علمي ميتودونو سره هم سمون نهلري.
بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې چې د یوناما راپور کې له داسې اصطلاحاتو کار اخیستل شوی چې سیاسي بڼه لري او د بېطرفۍ اصل تر پوښتنې لاندې راولي، لکه د غچ اخیستنې، خپلسرې نیونې، شکنجې او بد چلند ترسره کولو ادعاوې.
د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې یوه برخه کې راغلي چې: «تر ډېره راپور د غير معياري ميتودونو پر بنسټ يوازې پر منفي اړخونو متمرکز دی، مثبت پرمختګونه پکې له پامه غورځول شوي، پېښو ته ژبنی، سمتي او سياسي رنګ ورکول شوی. پورتنیو ستونزو ته په کتلو په راپور کې هڅه شوې چي په عامه اذهانو کې بېځایه اندیښنې رامنځ ته کړي چې د هیواد اوسنی وضعیت د هیوادوالو لپاره مساعد نه دی.»
د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې چې د یوناما مسوولان یې ورغوښتي او پورتني موارد یې ورسره شريک کړي او ټینګار شوی چې په دغه بڼه راپور ورکولو بياکتنه وکړي او د سرغړونو د دوام په صورت کې نظام خپل مکلفيت بولي چې د اذهانو د مغشوشولو په نيت د ورته بېبنسټه راپورونو په تړاو مناسب اقدام وکړي.