د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د ناپېژنده وسلهوالو له لوري د دوو جلا جلا بریدونو پرمهال ۱۱ کسان وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، دواړه پېښې د یاد ایالت نوشکي ښار کې بېګاه ناوخته د اپرېل پر ۱۲مه رامنځته شوې دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
سیمه کې یوه پولیس چارواکي رسنیو ته ویلي، لومړۍ پېښه له نوشکي ښاره یو کیلومټر لرې د «سلطان چړايي» سیمه کي هغه مهال شوې چې وسلهوالو له مسافروړونکو بس موټرو نهه کسان ښکته او ووژل.
د پولیسو چارواکو په وینا، دغه مسافر د پنجاب اصلي اوسېدونکي وو او له کوټې ښار څخه ایران ته نږدې «تفتان ښارګوټي» ته پر لاره وو. ویل کېږي وژل شوي ټول کارګر وو.
په ورته مهال د یادې پېښې پرمهال د جمعیت علمای اسلام ګوند د یوه سیمهییز غړي د کورنۍ د غړیو اړوند موټر هم له دې سیمې تېرېده چې وسلهوالو پرې ډزې کړي او د موټر اوښتو له کله دوه کسان پهکې وژل شوې دي.
په دې پېښه کې پنځه نور کسان ټپیان شوي هم دي. تراوسه د دې پېښو مسوولیت کوم چا یا ډلې پر غاړه نهدی اخیستی.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، بلوچستان کې په دې وروستیو کې وسلهوال بریدونه او ورته پېښې زیاتې شوې چې د همدې اپرېل میاشتې پر اتمه هم دغه ایالت کې د یوې چاودنې له امله یو پولیسو وژل شوی او ۱۲ نور ټپیان وو.